د سړې هوا له امله

روغتیا
Typography
Frostbites

د بدن د غړو يخ وهل يا "فروست بايټ" د بدن د غړو سوړوالى يا منجمديدلو ته وايي او بايد ورسره د پاملرنى څخه کار واخستل شي څو د غړو د منځه تلو او يا د هغو د دايمي د لاسه ورکولو لامل نشي. دا يو روغتيايي حالت دى چې د سختو سړو له امله رامنځته کېږي. ماشومان تر نورو زيات د خطر سره مخ دي ځکه هغوى ښايي خپل ډېر وخت په سړه هوا کې په بهر کې د لوبو کولو لپاره تېر کړي او په بېړه د خپل وجود تودوالى د لاسه ورکړي.

.

 
د هغه نښې نښانې څه دي؟

په ټوليز ډول، د غړو يخ وهل د پوستکي بې رنګه کېدل، بې حسه کېدل، نيمه او يا په بشپړ ډول بې سدى سره يوځاى دى. که چيرې ماغزه او د وينې رګونه په کلکه له منځه لاړ شي، خس ( ګانګرين) رامنځته کېږي که په پايله کې د غړو د پرې کېدو سبب کېږي. د نه درملنې په صورت کې، د بدن يخ وهلى ځاى تر څو ساعتونو وروسته، تورېږي. د يخ وهلو له امله پوستکى له منځه ځي، په بشپړ ډول تورېږي لکه دا چې سوځېدلى وي.

څرنګه کولاى شم د بدن د غړو د يخ وهلو درملنه وکړم؟

په ستونزمنو شرايطو کې کله چې ډېره سړه وينه په بدن کې په ګرځېدو پيل وکړي کولاى شي د زړه د درېدو سبب شي. له همدې امله مهمه ده څو د هغه کس په تودولو کې چې په دغه ناروغۍ اخته وي د ډېر احتياط څخه کار واخستل شي.که چيرې روغتيايي څارنې ته لاس رسى وي نوموړى کس بايد تاوده نه سوځنده ځاى ته ولېږدول شي. يخ وهلي ځايونه بايد په ټوکر باندې وپېچل شي خو ډېر په احتياط سره. د وينې د زيات خوزښت په خاطر د زيانمن شوې ځاى وهل او ضربه وړاندې کولو څخه ډډه وکړئ- دا کار ښايي د اضافي زيان سبب شي. که چيرې روغتيايي څارنه ژر تر ژره د لاسرسى وړ نه وي، زيانمن شوي ځايونه په تودو نه په سوځنده اوبو تر هغه کېږدئ څو غړي پاسته شوي او بيرته حس پيدا کړي. وروسته زيانمن شوې سيمه بايد په پاک او تعقيم شوي توکر وپېچل شي. که چيرې تاسو په تودو اوبو لاس رسى ونه لرئ، د يخ وهلي کس ګوتې تر تخرګ لاندې او يا د خپل نس په سر کېږدئ. اړينه ده څو يخ وهلى پوستکى د دوهم ځل يخ وهل کېدو څخه وساتئ ځکه دا کار د نور سخت زيان سبب کېږي.

Frostbites


څرنګه کولاى شو د بدن د غړو د يخېدو څخه مخنيوى وکړو؟


هغه عوامل چې د بدن د غړو په يخېدو کې رول لري ډېره سخته يخنۍ، لندې جامې، سوړ باد او د وينې کمزورى بهير دى. دا ښايي د تنګو جامو او بوټونو د اغوستلو له امله، تنګ ځاى، ستومانۍ، سګرټ څکول، د الکولو
په کار وړل او يا هغه ناروغۍ دي چې د وينې رګونه زيانمنوي لکه د شکر ناروغۍ.
 که چيرې د واورې په تيز توپان کې را ايسار شوئ لومړى بايد تر هر څه د مخه ځانته پټن ځاى پيدا کړئ او يا خپل فزيکى فعاليت ته زياتوالى ورکړئ څو ستاسو بدن تود پاتې شي. همدا شان په سخته سړه هوا کې وړينې  جرابې، لاس ماغوګان او خولى او څو جوړې نازکه جامې واغوندۍ. دا کار د بدن عايق شوى او د بدن د تودوښې د کموالې څخه مخنيوى کوي.