18
السبت, تشرين2

خوله او غاښونه

روغتیا
Typography

The scarcity of dentists in most parts of Afghanistan means there is usually no alternative to prevention if you wish to avoid tooth decay.

يو هېواد چې دېرش ميليونه وګړي ولري او په هغه کې يواځې ١٧٠٠ د غاښونو ډاکټران  شتون ولري.

د دې مجلې د روغتيا څانګې خپلو ګرانو لوستونکو ته دا اړينه ګڼي چې خپل زامن او لوڼې دې ته وهڅوي تر څو دوي په راتلونکي کې د غاښونو ډاکټران شي. د يوه پردي کس د خولې د ننه کتل کيداي شي د خوښۍ وړ عمل نه وي، خو ښايي چې ښه پايله يې ګټوره وي. دا هيله کيږي چې د غاښونو ډېر ډاکټران د راتلونکې نسل د غاښونو د ستونزو مخه ونيسي. د ښو او روغو غاښونو سره کولاى شو چې په هوسا ډول خواړه وخورو او په آسانۍ سره هغه عضم کړو. کولاي شو چې د غاښو تور سورې (وروست والى) او د غاښو رژيدنه د روغتيايي پاملرنې په پام کې نيولو او پرهيز سره له منځه يوسو. ناوړه او رژيدلي غاښونه د ډير د نه زغم خوږ لامل ګرځي او که چيرې لدې څخه مخنيوى ونشي نو د بدن نورې برخي د بېلا بېلو بيماريو سره مخامخ کوي. د افغانستان په ډيرو سيمو کې د غاښونو د ډاکټرانو د لږوالى احساس ليدل شويدى، داسې بله لاره د غاښونو د خوږو لپاره شتون نه لري. ډيره غوره لاره (طلايې قانون) د ښو غاښو لپاره دا ده چې خپل ماشومان د خوږو خوړلو څخه وساتو تر څو په راتلونکي کې روغ او رمټ غاښونه ولرئ. خواږه خواړه لکه شيريني، چاکليت، کلچې خوږ چاى او خوږه قهوه د غاښونو د ژر تر ژره د له منځه وړلو لامل ګرځي. د غاښو خوږ، هغه مهال رامنځته کيږي چې اعصاب تحريک شي، د غاښونو د خوږ د مخنيوي تر ټولو غوره لار، په ورځ کې دوه ځله د غاښونو برس په ځانګړې توګه هغه مهال چې شيرينې او يا خواږه وخوړل شي، وروسته خپل غاښونه په کريم باندې چې د فلورايډ ماده پکښې شته، پرېمنځل شي. د غاښونو د پرس کولو طريقه خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ او دوي دې ته اړ کړئ چې خپل غاښونه برس کړي او ډاډمن شي چې دوى دا کار په ښه ډول تر سره کړيدى.
که چېرې برس ته لاسرسى نه لرئ نو له مسواک څخه کار واخلئ او هغه د خوړو کوچنۍ ټوټي چې د غاښونو په منځ کې پاتي دي، پاکې کړئ. د خواړو تر خوړلو وروسته د مسواک کارول، غاښونو سره مرسته کوي چې پاک وي او مسواک هغه کار تر سره کوي چې برس يې تر سره کوي. په ځينو برخو کې د غاښونو د کريم کارول اړين ندي، تاسې کولاى شئ چې له مالکي او سوډرو څخه کار واخلئ.

If you have no toothbrush, use miswak, a twig from a tree. Sharpen one end to clean between the teeth. Chew on the other end and use the fibres as a brush.

مخکې لدې څخه چې خپل غاښونه برس کړئ په لومړي ګام کې خپل برس لوند کړئ او وروسته پر هغه باندې کريم ووهى او خپل غاښونه ورباندي پرېمنځئ د غاښونو برس کول په منظم ډول مونږ سره دا مرسته کوي چې د غاښونو هغه منګ چې د خواړو د خوړلو له امله د غاښونو او وريو په منځ کې وي، له منځه وړي. دا منګ کيداي شي چې په راتلونکې کې د اوريو د خوږ لامل وکرځي او همدارنګه کېداي شي چې ورۍ سره او وينې شي. د غاښونو د منګ نيولو د مخنيوي لپاره خپل غاښونه د نخي تار سره او يا هغه شي سره چې غاښونو ته زيان و نه رسوي پاک کړئ.
يو نخي تار د دوو ګوتو تر منځ ونيسئ او د دوو غاښونو تر منځ يې ځاي پر ځاي کړئ او خپل غاښونه پدې ډول خِلال کړئ چې تر څو غاښونه پاک شي، دا کار څه نا څه په ورځ کې يو ځل ترسره کړئ. ډاکټر کولاي شي د ناروغ د ژبې په کتنې سره د ناروغۍ نورې نښي نښاني راڅرګندي کړي، لکه د ويني لږوالى، د پښتورګو ناروغي او هغه ناروغي چې په ماشومانو او نوې زېږېدلو ماشومانو کې معمول دي.
د ماشوم په خوله کې ورکوټې سپينې تڼاکې چې تبه هم ورسره وي، د شري د ناروغۍ نښه ده.
د تودو اوبو، مالګې او د لږو سوډرو په کارولو سره چې په ورځ کې څو ځلې غاښونه ورباندي پرېمنځل شي، دا به ستاسې د غاښونو روغتيا سره مرسته وکړي، که چيرې دا کار ګټور تمام نه شي نو بيا ډاکټر ته ورشئ.
د غاښانو د ناروغۍ د نښو نښانو د موندلو لپاره د آزادۍ غږ د مجلې لارښوونه دا ده چې ( هلته چې ډاکټر نشته ) په نوم کتاب چې د کارل تومان او جين ماکسول لخوا په انګريزي ژبه ليکل شوى او دا کتاب په PDF بڼه پدې سايټ کې تر لاسه کولاي شئ.
http://www.arvindguptatoys.com/arvindgupta/hesperian-no-doctor.pdf