سالمونلا

غير منشور
روغتیا
Typography

Salmonella

سلمونلا هغه باکتريا ده چې د خوړو زهري کېدل، لويې تبې او د پارا تايفايد تبې سبب کېږي. تر ٢٥٠٠ زيات د سلمونيلا ډولونه شتون لري خو تر ټولو معمولي سلمونيلا په خوړو کې ده.

څوک د سلمونلا د خطر سره مخ دى؟
سلمونيلا معمولاً د چرګانو په غوښه، هګيو، شېدو، غوښه او ناتصفيه شويو اوبو کې موندل کېږي. دا باکتريا معده او کولمې تر بريد لاندې نيسي. نوموړې ناروغۍ د ټول عمر خاوندان نارينه او ښځينه تر بريد لاندې راولي.

په زهري سلمونيلا باندې د اخته کېدو په صورت کې د هغه نښې نښانې څه دي؟
د هغه نښې نښانې لکه: ناس ناستې او يا قبضيت، د سر خوږ، د نس خوږ، خوارګرزى او کانګې، تبه او په غايطه موادو کې د وينې شتون دى. ملايمه پيښې- د څو ورځو لپاره په ورځ کې دوه درى ځلې نس ناستى چې معمولاً د څلورو څخه تر اوو ورځو پورې د درملنې پرته د مايعاتو په اخستلو او استراحت سره ښه کېږي. تر ټولو ناوړه پيښې د ډېر ناس ناستې او د نس خوږو سبب کېږي. په دا شان پيښو کې، بايد د يوه ډاکټر سره سلامشوره وشي او ښايي د انتي بيوتيکو اخستل اړين وي. په ډېرو سختو حالاتو کې د دې خطر شته چې دا ميکروب د کولمو له لارې د وينې جريان ته ځان ورسوي او د ناروغ د مړينې سبب شي.

څه وخت بايد د ډاکټر سره سلامشوره وکړم؟
که چيرې پرله پسې نس ناستې رامنځته او تر ٢٤ ساعتونو زيات دوام پيدا کړي، که چيرې د نس خوږ ډېر وي او که چيرې په غايطه موادو کې وينه وليدل شي، تاسو بايد د يوه ډاکټر سره اړيکه ونيسئ. د وجود د مايعاتو ضايع کېدل يا دهايدرېشن يو رښتينى خطر دى په تېره بيا په زړو خلکو او ماشومانو کې. د خوړو د زهري کېدو په ګډون، يو ډول سلمونيلا د لويې تبې سبب کېږي. دا يو ډېر شديد حالت او يو پياوړى وژونکى ميکروب دى. په انتي بيوتېکو باندې بېړنۍ درملنه اړينه ده.

څرنګه کولاى شم د سلمونيلا د خپرېدو څخه مخنيوى وکړم؟
پاکۍ او په سمه توګه د خوړو پخولو ته د پام په اړولو سره، کولاى شئ د دغه ناروغۍ د خپرېدو څخه مخنيوى وکړئ. په دغه قانونو کې: د خوړو تر چمتو کولو وړاندې په صابون باندې د لاسونو مېنځل، د يوه ډوله څخه بل ډول ته د خوړو د چمتو کولو پر مهال د لاسونو او د پخلنځي د توکو مېنځل او په ساړه ځاى کې د غوښې، چرکانو او  کبانو ساتل دي.
 
په دې ناروغۍ د اخته کېدو څخه د مخنيوى په خاطر خواړه څه ډول پاخه شي؟

د چرګانو غوښه او وړه شوې غوښه بايد تل په ښه ډول پخه او واېښول شي. هګۍ تر هغه پورې پخه کړئ چې ژېړې کلک شي. هيڅکله اومه هګۍ پر هغه لوښي چې پکښې نور خواړه وي، مه ماتوئ. – د ماتولو پخاطر تل د چاکو څخه کار واخلئ.