Wazir-Akbar-Khan-Emergency-Ward

دکابل په وزیر اکبرخان روغتون کې د بیړني وارډ چې په ټولو عصري طبي ټکنالوجیو، لابراتوارونو ، اکسرې ماشینونو سمبال دی د چهارشنبې په ورځ دیو لړ رسمي مراسمو په ترځ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

Healthy-fasting

روژه  يوه برکتي مياشت ده چې د ټولې نړۍ مسلمانان په دې مياشت کې روژه نيسي. افغانان هم په ډېره ليوالتيا سره پدې مياشت کې روژه نيسي، خو ښايي د يو شمېر کسانو لپاره دا آسانه ورځې نه وي،  ځکه  په دې وروستيو کلونو کې  د روژې مبارکه مياشت د دوبي د موسم سره سمون خورى  چې ورځې اوږدې او هوا ډېره توده وي.

 

Nursing-course

په دې وروستيو کې به خوست ولايت کې 35  تنه ميرمنې د نرسنګ له دوه کلن کورس څخه فارغې شوې.  ټاکل شوېده چې دغه
روغتيا پالې به ددې ولايت په لرو پرتو سيمو کې ښځو او ماشومانو ته بيړنۍ او وقايوي روغتيايي خدمتونه وړاندي کړي. زينت يو  له دې فارغانو څخه ده او  وايي:  “ د يوې افغانې په توګه اوس کولای شم د خوست ميرمنو  ته
خدمت وکړم.
هيله منه يم نورې نجونې هم دا رشته غوره کړي څو وکولای شي زموږ خوېندو او  مېندو  ته خدمت وکړي.”

 



tetanusټيټانوس يوه خطرناکه ميکروبي حالت  دی چې د هغې باکټريا له لارې رامنځ ته کېږي چې يو ډول زهر توليدوي او د انسان دماغ او عصبي سيستم تر بريد لاندي راولي. دا ډېره وژونکې ناروغۍ د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې رامنځ ته کېږي. د ټيټانوس ناروغۍ په عادي توګه د داسي ټپ څخه رامنځته کېږي چې د بې پروا يي له امله ميکروبي شوى وي.  

المزيد من المقالات...