18
السبت, تشرين2

insuranceد روان لمریز کال د غوي د میاشتي په دوهمه نیټه چې د سه شنبې  ورځ سره سمون لري دلته په کابل کې د ابن سینا په روغتون کې د خصوصي بیمي د داوطلبی مقررات په اړه دماليې او عامي روغتیا وزارت ترمنځ ګډ ورکشاپ جوړ شو.

malaria-net د عامې ورغتیا وزارت  د روغتيا نړيواله ورځ د " د حشراتو او نورو ليږدونکو په واسطه د ناروغيو لیږد " تر شعار لاندې د چهار شنبې په ورځ په عامې روغتيا وزارت کې ونماځله او خبر یی ورکړ چې د فالسیپارم ملاریا پيښې په افغانستان کې د تيرو لسو کلنو په پرتله ۹۸ سلنه او د وايوکس پيښې ۷۲ سلنه کمې شوې دي. 

Measuring blood pressure

د افغانستان د دولتي روغتونونو او کلينيکونو د رپوټونو پر بنسټ،افغان روغتيايي چارواکي ګواښ کوي چې په هيواد کې د وينې په فشار د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دى.

Red-blood-cells

د هېواد د عامې روغتيا وزارت په ويب پاڼه کې د خپرو  شويو مالوماتو  له مخې په افغانستان کې تر پنځو کلونو  لاندې نيمايي ماشومان د منرالونو  او  اويا سلنه  مېرمنې په بدن کې د اوسپنې له کمښت سره مخ دي.

efforts-to-eradicate-polio

افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې تر اوسه پکښې د ګوزڼ وژونکې ناروغی شتون لري. خو د افغانستان د روغتيا چارواکی وايی ددې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره يې جدی تياری نيولی دی. پر دې ناروغۍ معمولاً تر پنځو کلونو د ټيټ عمر ماشومان اخته کيږي.

المزيد من المقالات...