23
الثلاثاء, تموز

هرات کې د سولې او یووالي لپاره لسګونه کلتوري پروګرامونه پلي شوي

فرهنګي برخه
Typography

 

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې د کلتوري کنفرانسونو او نندارتونونو له لارې د سولې، ټیکاو او یووالي لپاره اغیزمن ګامونه اخېستي دي.

Herat Exhibitions

 

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر، احمد جاوید زرغام وايي، د روان کال په اوږدو کې یې په دغه ولایت کې څه باندې لس کلتوري کنفرانسونه او نندارتونونه جوړ کړي دي.

 

نوموړی زیاتوي، ددې کار څخه ددوی موخه د افغانانو په منځ کې د سولې، ټیکاو او یووالي ټینګښت دی.

 

ښاغلي زرغام وویل، د هرات د اطلاعاتو او کلتور اداره همداراز د سولې، امنیت او کلتور په تړاو نور بېلابېل کلتوري پروګرامونه ترلاس لاندې لري، چې په روان کال کې به پلي شي.

 

په ورته وخت کې د هرات ځینې اوسېدونکي هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه نوښت ستایي او پر دوام یې ټینګار کوي.

 

د هرات اوسېدونکي وايي، د کلتور دودول په هیواد کې د بې اتفاقۍ له منځه وړلو لپاره اړین دی.

 

ددوی په وینا، هر افغان په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت هیله لري او ددې کار د پلي کېدو لپاره د کلتوري پروګرامونو جوړول اړین دي.

 

له بلې خوا، د هرات والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست تردې دمه لسګونه کنفرانسونه او نندارتونونه په دغه ولایت کې جوړ کړي دي، چې پایلې یې هم د پام وړ وې.

 

نوموړی زیاتوي، سیمه ییزه اداره د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پروګرامونو ملاتړ کوي او دغه لارې د افغانانو د یووالي او یوموټیتوب لپاره کاروي.

 

هرات د هیواد په لویدیځ کې یو له لرغونو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او داسې ویل کېږي، چې په دغه ولایت کې د سولې، ټیکاو او یووالي لپاره ډیر کلتوري پروګرامونه پلي شوي هم دي.