18
الخميس, تموز

ملي یووالی د ښه راتلونکي تضمین کوي

فرهنګي برخه
Typography

 

افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، چې له زرګونه کلونو راهیسې په یوالي او اتحاد کې ژوند کوي. د هیواد د ټولو ولایتونو وګړو تل د بېلابېلو ملي مسایلو په اړوند په یووالي او اتفاق سره پرېکړې کړي دي.

 

HMD Photo Borders and tribes affairs Director Ahmad Naveed Nazari 2

 

د هلمند ولایت د سرحدونو او قومونو چارو رئیس نوید احمد نظري وایي، د افغانستان ټول وګړي سره وروڼه او یو له بل څخه نه بیلیدونکي دي.

 

د نظري په خبره، په ملي یووالي سره باید د هیواد ټولې ستونزې هوارې کړل شي او ددې خاورې او وطن دښمنانو ته باید د لاسوهنې وخت ورنکړل شي څو بې اتفاقی ته لمن ووهي او په بېلابېلو ډلو مو سره وویشي.

 

نظري وايي چې په دې وروستیو کې د سیمې ځینو استخباراتي کړیو هڅه وکړه څو د ولس ترمنځ درز رامنځته کړي، خو خپلو موخو ته ځکه ونه رسېدل چې دا ملت نه بیلیدونکی دی او تل به همداسې یو موټی پاتې شي.

 

د هلمند ولایت د سرحدونو او قومونو چارو رئیس نوید نظري همدارنګه وايي، چې ملي یوالی د اقتصاد، کرنې، پوهنې، روغتیا او ګڼو نورو برخو کې د پرمختګ سبب هم ګرځي.

 

نظري وايي چې د سرحدونو او قومونو چارو وزارت په ټول افغانستان کې د خپلو ولایتي ریاستونو له لارې د ملي یوالي پر ټینګښت کار کوي او له ولسونو سره بېلابیلې غونډې ترسره کوي.

 

ددې ترڅنګ د هلمند ولایت قومي مشران هم د هیواد له ټولو ولسونو څخه غواړي څو په یووالي او اتحاد کې ژوند وکړي.

 

د هلمند یو قومي مشر، عبدالباقي خان وايي د افغانانو ترمنځ ملي یووالی تر هرڅه  ډير مهم دی، که چیرې یووالی ونلرو نو د سیمو هیوادونو ته به د لاسوهنو زمینه برابره شي.

 

همدارنګه یو بل قومي مشر ملک ګل محمد وايي، په ملي یوالي کې د ټولو افغانانو خیر دی او دوی به هیچاته اجازه ورنکړي څو د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او ملي یوالی یې زیانمن کړي.

 

ددې ولایت یو بل قومي مشر، اغا ګل وايي د ملي یوالي تامین یوازې ددولت دنده نه ده، بلکې ولسونه هم باید له دولت سره د ملي یووالي په ټینګښت کې پوره مرسته وکړي.

 

هلمند کې قومي مشران په داسي حال کې له ټولو هیوادوالو د ملي یوالي غوښتنه کوي، چې تر دې وړاندې هم افغان دولت د ملي یووالي د تامین په موخه ګڼې هڅې کړي دي. ملي یوالی دی چې د هیوادونو برخلیک ټاکي.