18
الخميس, تموز

د پکتیا امنيه قومندانۍ د ترهګريز بريد قربانيانو له کورنيو سره مرسته

فرهنګي برخه
Typography

د پکتيا ولايت پر امنيه قومندانۍ د وروستي ترهګريز بريد د قربانيانو له کورنيو سره د يوه شتمن هيوادوال، اجمل ګلاب له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.

Ajmal Gulab Aid

څه موده وړاندې د پکتيا پر امنيه قومندانۍ د وسله والو ترهګرو لخوا ډله ييز بريد وشو، چې په ترڅ کې يې د دغه ولايت د امنيه قومندان په ګډون ګن شمير هيوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته. د دغه ولايت اوسېدونکو دغه بريد په سختو ټکو وغانده او ويې ويل، چې وسله وال نه شي کولى په دا شان بريدونو سره ځان خپلو موخو ته ورسوي.

اجمل ګلاب د دغه بريد له ١٠٠ زياتو زيانمنو شويو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه. نوموړي د دغو مرستو د وېشلو پر مهال وويل، چې له يادو مرستو يې موخه د خپلو هيوادوالو لاسنيوى دى او ويې ويل، چې په همدې موخه به د مرستو يو بنسټ هم جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه: "د پکتیا خلکو تل د خونړيو پیښو پر وړاندې ځانونه سپر کړي، دا پېښه هيڅ کله زموږ لورى نه شي بدلولى، موږ به د افغان دولت ملاتړ ته دوام ورکړو، خپل اولادونه به د امنيتي ځواکونو په لیکو کې کار کولو ته واستوو او د هېواد ساتنه به کوو."

ښاغلي اجمل ګلاب پر نورو شتمنو افغانانو غږ وکړ، چې د خپلو هيوادوالو لاسنیوی وکړي او د پیښو له قربانیانو سره اړينې مرستې وکړي.

په ورته وخت کې د پکتیا اوسیدونکو له اجمل ګلاب څخه مننه وکړه، چې د غم ځپلو کورنيو لاسنیوی يې وکړ.

دوی وویل، چې په هر ډول حالاتو کې به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او د خپلې خاورې ساتنه وکړي.