17
الخميس, تشرين1

يواځې دولت د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي مسوول نه دى

فرهنګي برخه
Typography

په وروستيو کې د کندز ولايت نفوس د تيرو لسو کلونو په پرتله له ٥٠ زره څخه ٣٠٠ زره کسانو ته لوړ شوى دى. ډيرى خلک له ناامنو سيمو څخه دغه ولايت ته راکډه شوي، چې له امله يې په کندز کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې او ښاري خدمتونه ستونزمن شوي دي. خو د الله جل جلاله په فضل او کرم سره سيمه ييزه اداره توانېدلې د نړيوالې ټولنې په مرسته ټولې چارې په ښه توګه سمبال کړي. 

د کندز ښاروالۍ له خوا د ٢٨ کارکوونکو ګمارنې د چارو په ښه ترسره کېدو او ددغې ادارې د ظرفيت په لوړولو کې مرسته کړې ده.

د ياد ولايت د ښاروالۍ مرستيال ذبيح الله مجيدي له خلکو وغوښتل، چې د ښار پاکوالى او د خپل چاپيريال ککړتيا ته دې پاملرنه وکړي او کثافات دې په خپلو ټاکلو ځايونو کې  ځاى پر ځاى کړي.

نوموړي وويل: "د چاپيريال پاکوالى او د کثافاتو راټولول يواځې د دولت دنده نه ده، بلکې د ښار هر اوسېدونکى بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي."

د کندز ښار يو هټيوال، ٤٤ کلن فاروق سليم وايي: "اړينه نه ده، چې دولت موږ ته ټول کارونه ترسره کړي، بلکې ځينې چارې بايد موږ خپله ترسره کړو."

ده د کندز ښار څخه د کثافاتو د راټولولو او هوا له ککړتيا څخه د مخنيوي په برخه کې د ولايتي چارواکو هڅې وستايلې.

سليم د ازادۍ غږ ته وويل، له دې وروسته به اړ نه وي، چې ککړه هوا او دوړې تنفس کړي. ده وويل: "زه اوس هر وخت تازه هوا تنفس کوم. زه هرسهار وختي خپله هټۍ پرانيزم او د ډيرو پيرودونکو د شتون له امله ماښام ناوخته کورته ستنيږم. دا هرڅه د ښار پاکوالي ته د ولايتي ادارې، په تيره بيا ښاروالۍ د ښو هڅو له امله شوني شوي."  

د يادونې ده، چې د کثافاتو راټولول يواځنى کار نه دى، چې د کندز ښاروالۍ له خوا ترسره شوى، بلکې د پارکونو، د لوبو لپاره د لوبغالو، سړکونو، د ښوونځيو د ودانيو او د نورو پرمختيايي پروژې دي، چې د ښاروالۍ له خوا پلې شوي او ورسره جوخت زرګونه کسانو ته کاري اسانتياوې برابرې شوې دي.