18
الخميس, تموز

د افغانستان د موسیقۍ انستیتیوت د موسیقۍ تر ټولو ستره جایزه وګټله

فرهنګي برخه
Typography

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت او د امریکا متحده ایالاتونو د موسیقۍ ډلې د چهارشنبې په ورځ په ګډه د ۲۰۱۸ کال لپاره د پولار موسیقۍ نړیواله جایزه وګټله.

د پولار جایزه د موسیقۍ په برخه کې د نوبل جایزې په شان معتبره جایزه ده. د افغانستان د موسیقۍ انستیتیوت او د میتالیکا ډله به ددغې جایزې ترڅنګ یو – یو میلیون سویدني کرونه، چې یولک او ۲۵ زره ډالره کېږي، هم ترلاسه کړي.

دغه جایزه به دوی ته سږ کال د جون په څوارلسمه نېټه په ستاکهلم کې د سویډن د پاچا شپاړسم کارل ګوستاف په شتون کې ورکړل شي. د جایزې مراسم به له تلویزیون څخه په مستقیم ډول خپاره شي.

د افغانستان د موسیقۍ د انستیتیوت بنسټ په ۲۰۱۰ م کال کې د استاد احمد سرمست له لوري کېښودل شو. په دغه انستیتیوت کې لسګونه نجونې او هلکانو ته افغاني او لوېدیځه موسیقي ښودل کېږي او د موسیقۍ نورو وسایلو غږول زده کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د موسیقۍ د انستیتوت رییس وايي، چې ددغه خبر په اورېدو سره هک پک حیران شوی، ځکه هیواد یې په اوسنیو حالاتو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دی.

دغه انستیتیوت هڅه کړې، چې اصیلې افغانۍ موسیقۍ ته، چې د پرله پسې جګړو له امله د مرګ او ژوند په حال کې وه، بېرته راژوندۍ کړي.

سرمست او د موسیقۍ ډلې یې د نړۍ په سترو ښارونو کې افغاني موسیقۍ کنسرتونه جوړ کړي، چې تر ټولو وروستۍ کنسرت یې تېر کال د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړ.

میتالیکا، چې په امریکا او ګڼو نورو هیوادونو کې میلیونونه مینه وال لري، د راک د موسیقۍ مشهوره ډله ده.