د هلمند پر سل زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي

کرهنه
Typography

helmand

د هلمند د كرنې رياست چارواکي وايي، چې سږ کال د دغه ولايت پر سل زره هكتاره کرنيزه ځمکه غنم كرل شوي دي.

د ياد ولايت د كرنې رييس روح الله روان له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې د تېرو كلونو په پرتله سږ کال په دغه ولايت كې ډېرى كروندګرو غنم کرلي دي.
نوموړي وويل، تېر كال هم په دغه ولايت کې پر ٩٠ زره هكتاره ځمكه غنم کرل شوي وو، چې څلور سوه پنځوس زره مټريک ټنه حاصلات يې ورکړل.
روان وايي: ((په دې كچه د غنمو كرکيله او حاصل به يو ځل بيا هلمند د غلې دانې پر ګودام بدل كړي او د دغه ولايت په ګډون به د يو شمېر نورو ولايتونو اړتياوې هم پوره کړي.))
د کرنې رييس وايي، په هلمند کې په زياته کچه د غنمو د کر لامل دا دى ، چې له يوې خوا کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ورکړل شوي او بلخوا سږ کال په بېلابېلو سيمو کې د کوکنارو د کرلو د مخنيوي لپاره عامه پوهاوى ډېر شوى دى.
د نوموړي په وينا، د عامه پوهاوي په پروګرام کې تر ډېره قومي مشرانو، ديني عالمانو او په ځانګړې توګه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست ونډه درلوده.
هغه وايي: ((که چېرې په دې برخه کې د اړوندو ادارو پاملرنه نوره هم زياته شي ، نو ژر ده چې په هلمند ولايت کې به په بشپړه توګه د کوکنارو د کرکيلې مخنيوى وشي.))
د هلمند د کرنې رييس په دې مرکه کې وويل، که دغلته د پنبې په ګډون د نورو کرنيزو محصلاتو د ساتنې زمينه او د پلور بازار پيدا شي، نو د کروندګرو پر اقتصاد به ښه اغېزه ولري.
روح الله روان وايي، په پام کې لري، چې سږ کال په دغه ولايت کې يو شمېر سړې خونې جوړې کړي ، څو کروندګر په کې خپل کرنيز محصولات وساتي.

سرچینه:پزواک