په ننګرهار ولایت کې بڼوالی او مالداری وده موندلی

کرهنه
Typography

Farmer Hashim Sherzad has planted 133 new trees, earning him extra income to support his family.

دننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالی په مؤمن آباد کلي کې نازک نیالګي چې د هاشم شیرزاد راتلونکي پانګه ګڼل کیږي دنخودو په کروندي را بریښي.

دغه ۴۲ کلن بزګر هره ورځ د څو ساعتونو لپاره په ډیر ځیرتیا سره دبهسود ولسوالی په مومن آباد کلي کې دنیالګو کوچني بڼ کې دلیمو دغو نازکو نیالګیو بیخونه سپړوي ، اوبه ورکوي او خیشاوه کوي ېې.
دا پانګه اچونه وخت ، کار او مینې ته اړتیا لري چې شیرزاد په عملي کولو سره ېې هیله مند دي چې په دری راتلونکو کلونو کې ددی نیالګیو رسیدو سره ګټّه ېې دری برابره زیاته شي. هغه وايي:"زموږ په هیواد کې ټول خلک له لیمو سره مینه لري. دا مونږ ټولو ته په ځانګړي توګه د روژې په مبارکه میاشتې کې مهمه میوه ده. ځکه مونږ لیمو ته دروژې له تندي وروسته ډیر اړتیا لرو. "
خو شیرزاد وايي چې هغه نشو کوالای په یوازیتوب له دی پانګه اچونې ساتنه وکړي. دا ټولنیز پرمختیايي شورا وه چې هغه ېې د بڼوالی او مالداری ملي خپرونې کې ګډون ته وهڅاوه. دغه پروژه د کرهنې مالداری او اوبو رسولو وزارت په نوښت او دافغانستان د بیارغاوني وجهي صندوق په ملاتړ په افغانستان کې دشتو میو دبڼوالی بیا ژوندي کولو او د نوي باغونو د جوړولو پخاطر په لاره اچول شویدی. دغه پروژه د شیرزاد په شان بزګرانو سره چې د خړوب کافي اندازه اوبه لري مرسته کوي ترڅو ښه حاصلات ترلاسه کړي.
ننګرهار ولایت لپاره ددی پروژې همغږي کوونکي اکبر حسین میرزا وايي چې په همدی وروستیو کې د لیمو کابو ۴۰ باغونه دباغداری او مالداری ملي پروژې په مټ رغول شویدي.
 میرزا وړاندی ووییل،بزګران ددی پروژې له لاری د نیالیګو یوازی ۲۵ سلنه بیه ورکوي ، خو پرځای ېې بیا وړیا کیمیاوي څره ، د بوټو د بیاوړتیا مواد، دحشراتو ضد درمل او دنخودو او کدوانو په شان د نورو بوټو تخم هم ترلاسه کوي چې کوالای شي د نیالګیو تر رسیدو ېې پراړوند ځمکه وکري.
هغې ووییل چې تراوسه لږ شمیر نیالګي ورکول کیږي او ددی پروژې پرمختګ ورو دی. دلیمو بیلابیل ډولونه له سویلي افریقې څخه افغانستان ته راوړل شوي چې دافغانستان کرهنیز شرایطو سره په ښه توګه توافق لري. دا پداسې حال کې ده چې ددی پروژې نیالګي هر یو په ۱۵۰ افغاني چې کابو ۲،۶۵ ډالره کیږي برابریږي چې له پاکستاني ډول څخه ګرانه ده خو بیا غوره  اوکیفیت لرونکي لیمو تولیدوي.
ښاغلي میرزا وړاندی ووییل:"موږ هیله مند یو چې په راتلونکي کال کې ۲۵۰۰۰ نور نیالګي هم ترلاسه کړو. "
"ځکه که خلک له دی نیالګیو او دهغه له ودي خوشحاله وي نو بیا غوښتنه ورته زیاتیږي. "


کورنیو لپاره غوره ژوند:
ښاغلي میرزا وايي چې ددی ولایت بزګران تل بڼوالی خوښوي.ځکه دسبو په پرتله لږ ځمکې او زیار ته اړتیا لري. له بلې خوا څوکلن بوټې دی. همدارنګه ګټه ېې هم زیاته ده.
ښاغلی شیرزاد د بڼوالی او مالداري ملي خپروني په مرسته د ۲۰۱۳ کال په فبروري میاشتې کې کابو ۱۳۳ نوي نیالګي  په خپل یوه جریبه ځمکه کې ایښې دي. هغه د لنډ مهالي تاوان په اړه اندیښنه نلري ،ځکه کوالای شي د نیالیګو تر رسیدو پورې په اړوند ځمکې کې د نیالیګو لاندی  له پخوا غوره سابه اویا غلې دانې وکري.
ښاغلی شیرزاد وايي: "دنخودو او کدوانو حاصلات هم غوره کیفیت لري ، ځکه دپخوا په پرتله غوره کیمیاوي څری ورکول کیږي ، دنیالګیو لاندی حاصلات هم دپخوا په پرتله دوه برابره شویده. "
شیرزاد د اووه ماشومانو پلار دي چې په پام کې لري د خپل بڼ له ګټې څخه خپل ماشومان  ښه ښوونځي ته واستوي، د اړتیا په وخت کې درمل ترلاسه کړي او پخپل بڼ نوره پانګه هم واچوي. شیرزاد وايي چې لس کاله مخکې ېې خپله کورني له یو بل ولسوالی څخه د نا امنی له کبله دغې ولسوالی ته لیږدولی دی . اوس د لیمو د نیالګیو رسیدو سره غواړي چې په همدي ولسوالی کې د تل لپاره میشت شي.
هغه زیاتوي: "دا ډيره غوره پروژه ده. زه اوس دلته ډيره خوشحاله یم. دا زموږ لپاره غوره ژوند دی. " دشیرزاد لس کلن زوی خالد نومیږي. هغه هم خپل پلار سره د بڼ په ساتلو کې مرسته کوي. هغه هیله مند دي چې یوه ورځ پلار ېې وکوالای شي له بڼ څخه د ښه ګټه ترلاسه کولو سره  هغه خصوصي ښونځي کې شامل کړي. "دا کار ډيره غوره ده خو هیله مند دي چې وکوالای شي زده کړه وکړي او خپل کورني ته له دی هم غوره ژوند برابر کاندي. "

 

سرچینه:نړیوال بانک