سږ کال به په پکتيا کې سلګونه باغونه جوړ شي

کرهنه
Typography

orchards

د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې په روان کال کې به د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې سلګونه باغونه جوړ کړي.

د ياد رياست رييس نيازمحمد لالي ځدراڼ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، پلان لري ، چې د نوي کال په لومړيو کې پر ۱۵۰۰ جريبه ځمکه باغونه جوړ کړي.
نوموړی وايي، دغه باغونه د اړوند وزارت له خوا د ملي برنامې تر چتر لاندې جوړېږي، چې په ځينو ولسواليو کې يې چارې ترسره شوې او په ځينو ولسواليو کې يې لا هم کار روان دی.
دی وايي، چې د دغو باغونو مالي لګښت ۷۵ د دولت او ۲۵ سلنه خپله د کروندګرو پر غاړه دى.
هغه زياتوي، د باغونو د ساتلو او پاللو لپاره پنځه کلن پروګرام لري، چې په خبره يې پنځه کاله به له هغوی سره کيمياوي سرې او نور مواد مرسته کوي.
ځدراڼ وايي، سږ کال دوی د زرګونه زينتي بوټو د اېښودو پروګرام هم لري، چې ډېره برخه به يې په عامه ځايونو کې اېښودل کېږي.
له بلې خوا د پکتيا کروندګر هم د دغو باغونو په جوړولو خوښي ښيي او وايي، چې حکومت دې په راتلونکي کې هم دې ډول هڅو ته دوام ورکړي.
د سيد کرم ولسوالۍ يو بزګر حبيب الله وايي: ((په دې وروستيو کلونو کې په پکتيا کې مڼو، زردالو او نورو مېوو ښه نتيجه ورکړې خو د دولت له خوا په تېرو کلونو کې له موږ سره د پام وړ مرسته نه ده شوې.))
نوموړى وايي، د نوو باغونو په جوړولو سره به بزګرو ته زياته ګټه ورسېږي.
پکتيا يو غرنی ولايت دی او ډېره برخه يې په ځنګلونو پوښلې ده خو په دې وروستيو کې په يو شمېر سيمو کې خلکو د باغونو جوړولو ته مخه کړې، چې تر ډېره يې ښه پايله لرلې ده.
د دغه ولايت اوسېدونکي او کروندګر غوښتنه کوي، چې که چېرې دولت له دوی سره د باغونو په جوړولو او پاللو کې مرسته وکړي، کېدای شي د ځنګلونو ځای ونيسي.

 

سرچینه:پژواک