18
السبت, تشرين2

۵۰۰۰ هکتاره ځمکه له ملخانوپاکه شوه

کرهنه
Typography

locusts

دسمنګان ولایت چارواکي وايي چې ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه د ملخانو له شتون څخه پاکه شوي ده.

ددغه ولايت د کرنې اداره وايي، چې په یاد ولایت کې د ملخانو د له منځه وړلو لپاره يې د وري له نهمې راهيسې د دوا شيندلو کمپاين په ۴۰ هکتاره ځمکه کې پيل کړى دى او تراوس مهاله يی ۱۵۰۰ لیتره د حشراتو ضد درمل په ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه کې شیندلي دي. دسمنګان ولایت د کرنی ریاست مشر انجنیر محمد اسلم دانا پژواک خبری آژانس ته وویل، که چیري ملخان له منځه وړاړ نه شي نو شمیريی زیات کیږي او په کروندو یرغل کوي.د سمنګان د کرنې رياست یو بل چارواکی ګلابوالدین غیاثی وایی چې د ملخانو د له منځه وړلو لپاره ۸ د دوا پاشۍ ډلې لېږلي. دوى کافي درمل او موټر لري، ۹۰ محلول شېندونکي هره ورځ په ملخ لرونکو سيمو کې دوا شيندي ، له دوى سره يو متخصص هم دى، چې ددې ډلو مشري کوي.

سرچینه: پزواک