د بزګرانو ميراث

کرهنه
Typography

farmers-day-01

د کرنې او مالدارۍ پخوانې 12 زره کالو  ته رسېږي.

د کرکيلي او کښت حالت د خپل سر (وحشي) بڼې څخه کرار کرار په اختياري ډول د نړۍ  په څو  برخو کې پرمختګ وکړ.
د ژويو  اهلي کول او  په اختياري بڼه د کرنېزو  چارو  اړول د سهېل لويديځ آسيا  او شمالي افريقا څخه سرچينه اخلي. په ټوليز ډول کرنه د انسانانو  د ژوند د بدلون، د وګړو  د زياتوالي، د سترو  ټولنو  د رامنځته کېدو  او  د کليو  د پراختيا لامل شوې ده.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرنې نښې نښانې څه نا څه شپږ  زره کاله وړاندي څرګندې شوې. سره له دې چې دا هېواد وچه او شاړه ځمکه او  لږ  وګړي لري خو  په دايمي استوګن کېدو سره يې د څارويو  لکه د پسو، اوزو، اسانو  او اوښانو  په پالنې پيل وکړ.
اوس مهال څه نا څه 80  سلنه افغانان خپل ژوند  د کرنې له لارې  پرمخ بيايي او  د هېواد 30  سلنه عوايد د کرنيزو  توکو څخه ترلاسه کېږي.
د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس محمد کاتب شمس وويل: “ تر سرو  او  سپينو  زرو  وروسته، کرنيز  توکي  د هېواد  دوهم مهم اقتصادي محصول ګڼل کېږي. همدا شان کرنه زموږ  د کلتوري ميراثونو  برخه هم غوره کوي.
د بيلګې په شان، هر کال د پسرلي  په موسم کې موږ  د بزګر  د ورځې لمانځنه کوو.  په دې ورځ کې بزګران سره راټوليږي، خپلي پوهې او غوره کارونه سره شريکوي او  خپل مهارتونه او توليدات نندارې ته وړاندي کوي.
د چارواکو په وينا،  سږ کال د 14  ولسواليو  څخه بزګران رابلل شوي وو څو  په  مزارشريف کې د بزګر ورځ په مراسمو کې ګډون وکړي. 
د دهدادي ولسوالۍ څخه سيد مهدي په دي مراسمو کې کې ګډون کړي وو. هغه د 200 جريبه ځمکي خاوند دی او بيلابيل کرنيز محصولات  پکښې کري. هغه وويل: “ د ډېر پخوا څخه په هېواد کې کرنه دود وه او خلکو  له دې لارې ښه ګټه ترلاسه کوله. خوښ يم چې د ژوند لارې چارې او يا زموږ مسلک څخه ستاينه کېږي او  موږ  د بزګر  ورځ په نوم کلتوري پيښي لرو  چې په هغه کې موږ کولای شو  موږ د خپل زيار اېستلو  ګټې ښودلی شو.  همداشان د دې لارې موږ کولای شو  د کوکنارو  د کښت څخه مخنيوی وکړو.”

The government has taken a number of measures to develop country’s agriculture sector.


 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نړيوالې ټولنې په مرسته د کرنې سکټور  د پرمختګ لپاره يو شمير کړنې تر  لاس لاندي نيولي دي چې دا  کړنې بزګرانو  ته د پرمختللي تخنيکي مالدارۍ په برخه کې روزنه ورکول، څارويو ته د واکسيناسيون پروګرام، اصلاح شوي تخمونه، د سړو خونو جوړول، د ګلانو د روزلو ځای، د  اوبو لګولو  پرمختللی  سيستم  او  مارکيټونو ته د توکو د لېږلو لپاره د لارو  پخول
شامل دي.
د طلوع ټلويزيون د يوه رېپوټ له مخې، په دې وروستيو کې د مزارشريف په ښار کې د اروپايي ټولني په مالي لګښت د ميوو  د ښه ساتنې لپاره يو  مرکز پرانستل شو.  شمس وويل، د ميوو  د کيفيت ساتل او د بڼوالي وده، د کرنې او مالدارۍ د رياست په لومړيتوبونو کې ځای لري.
د کرنې او مالدارۍ رياست د رېپوټ له مخې، دا ولايت کولای شي 480  ډوله ميوې په 1000 جريبه ځمکه کې
توليد کړي.