18
السبت, تشرين2

ننګرهار کې سويابين د کوکنارو ښه بديل کېداى شي

کرهنه
Typography
sojbeans2

د ننګرهار يو شمېر بزګر او د کرنې چارواکي وايي چې سويابينو په دغه ولايت کې ښه حاصل ورکړى او کېداى شي د کوکنارو ښه بديل شي.

چارواکي وايي، له تېرو دريو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د سويابينو کښت دود شوى او ښه نتيجه يې ورکړې ده.د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى بزګر نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې سويابين په ننګرهار کې ښه حاصلات ورکوي او که چېرې يې بزګر وکري نو له يوې خوا به يې ګټه ډېره وي او له بلې خوا د کوکنارو ښه بديل کېدى شي.نوموړى وايي چې د کرنې چارواکي بايد د ياد بوټي کر مروج کړي او يو شمېر هغو ولسواليو کې دې نمايشي قطعې جوړې کړي په کومو کې چې کوکنار کرل کېږي.ده زياته کړه: ((که چېرې موږ سويابين وکرو او خواري ورسره وکړو، نو يو جريب له ٢٥زرو څخه تر ٣٠ زره افغانيو په ارزښت حاصل ورکوي.))د لعل پورې ولسوالۍ اوسيدونکى نعيم جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سويابينو د کښت له حاصله خوښ دي.نوموړي وويل چې نور بزګر هم بايد ياد بوټى وکري او په دغه بوټي سره خپل اقتصادي حالت شه کړي.بلخوا د ننګرهار د کرنې رييس انجينر محمد حسين ساپي پژواک اژانس ته وويل چې د سهامي په نوم يوه شرکت په ننګرهار کې د سويابينو د پروسس لپاره د ٣٧٠زره امريکايي ډالرو په ارزښت پانګه اچونې ته زړه ښه کړى او دوى غواړي چې سويابين مروج کړي.
هغه زياته کړه چې سويابين د مۍ په څېر بوټى او داني لري چې ډېر قوي او ګڼ ويټامينونه په کې شته.ساپى وايي: ((په يو جريب ځمکه کې لس کيلوګرامه تخم شيندل کېږي، چې له ٧٠٠ کيلوګرامو څخه زيات حاصل ورکوي او يو کيلو يې له ٣٥ نه تر ٤٠ افغانيو پورې خرڅېږي، دا بوټى د کوکنارو ښه بديل کېدلى شي.))د ده په وينا که چېرې يو بزګر په خپل يو جريب پټي کې کوکنار وکري نو د ١٥زره افغانيو په ارزښت ترياک ترې نه شي حاصلولى، خو که چېرې سويابين وکري نو له ٣٠ زرو څخه تر ٤٠ زرو افغانيو په ارزښت حاصل ورکوي.د کرني د رييس په خبره، د دغه ولايت کروندګرو ته د سويابينو کښت په يوې ښې اقتصادي سرچينې بدلېدلى شي او که چېرې مروج شي نو د خرڅلاو لپاره يې ښه بازار هم په پام کې نيول شوى دى.نوموړي وويل: ((سويابين په سره رود، بهسودو، ښېوې، بټي کوټ، غني خېلو، مومندره، کامه، دره نور، کوټ، ګوشته، لعل پورې، اچين او روداتو ولسواليو کې کرل شوي دي.))د کرنيزو چارو کارپوه کريم الله تره کى وايي چې له غذايي پلوه د سويابينو دانې ډېرې قوي دي چې په خپل ترکيب کې ٣٥ سلنه پروتين، ١٥ سلنه کلسيم، ٢٠ سلنه غوړي لري چې يو له غوره او قوي کرنيزو بوټو شمېرل کېږي.نوموړي دا هم وويل چې ياد بوټي ځمکې ته هم ګټه رسوي او ځمکې ته نايتروجن ورکوي.تره کى وايي: ((له سويابينو د غنموپه ډوډۍ، شيدو،غوړو، د حيواناتو د تغذيې لپاره کنجاړه، کېک کلچه او په ځانګړي ډول د سوء تغذي په مخنيوي کې کار اخيستل کېږي ))دى وايي چې ياد بوټى له ٧٥ نه تر ٩٠ ورځو پورې حاصل ورکوي چې ډېرو کمو اوبو ته اړتيا لري.بلخوا په ختيځ کې د تعليم او خوراک نړيوالې خيريه موسسې مسوول عبدالسلام هلالي هم وايي چې دوى تر اوسه په ختيځ زون کې شاوخوا ١٤٨٤ جريبه ځمکه سويابين کرلي چې د روزنې لپاره يې تر دې مهاله ١٩١٧ بزګرو ته روزنه ورکړې ده.نوموړي زياته کړه: ((موږ په ننګرهار کې ٩٨٧ جريبه ځمکه، په لغمان کې ٣٢٧،٥جريبه ځمکه او په کونړ کې ١٦٩،٥ جريبه ځمکه کرلې ده.))د ده په خبره، چې د ختيځ په ۲۲ ولسواليو کې يې سويابين کرلي چې له ډلې يې ۱۴د ننګرهار دي.دى هم وايي چې ياد بوټى د کوکنارو ښه بديل کېدلى شي او بايد بزګر يې وکري.په ننګرهار کې د احمد سويابينو مسوول احمد لمقاني وايي چې دوى په ډېر لوړ لګښت د سويابينو د پروسس لپاره سيستم برابر کړى چې له کروندګرو سويابين رانيسي او بيا يې پروسس کوي.نوموړي پژواک ته وويل: ((په ٢٠١١ کال کې د سويابينو د توليد اندازه ١١ ټنه وه، مګر په تېر کال کې دغه اندازه ٤٠ ټنو ته لوړه شوې وه.))دى وايي چې له سويابينو غوړي، شيدې، پنير، کلچې او نور توکي جوړېږي او که چېرې يې کر دود شي نو په هېواد کې به د توليداتو کچه لوړه شي.ياده دې وي، درې کاله وړاندې په ختيځ کې د سويابينو له کښت سره بزګر نا اشنا وو چې له هغې وروسته په ختيځ کې د يو شمېر مرستندويه موسسو له لوري نمايشي قطعې جوړې شوې.

سرچینه: پژواک