د مچيو يو ساتوونکى : تر شاتو بايد د مچيو زياتوالي ته ډير پام وشي

کرهنه
Typography

bees-farms

د بلخ ولايت اوسېدونکى عبدالغني شراف ، چې په خپله سيمه کې له تېرو نهو کلونو د کرنيزو تخمونو شرکت لري او پر باغوانۍ هم بوخت دی، له دوه کلونو راهيسې يې د مچيو د ساتنې چارې هم پيل کړې دي.

نوموړی د چمتال ولسوالۍ د اصف شراف کلي اوسېدونکی دی، هغه پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د خپل باغ د ښې ساتنې او ودې په موخه يې د باغ په چاپيريال کې د مچيو د ساتنې چاره پيل کړه، چې ورو ورو يې په ځانګړې توګه له مچيو څخه ډېرې ګټې اخيستو ته هم پام شو.د هغه په وينا، پيل يې د مچيو له شل صندوقونو څخه کړى و، خو اوس يې د صندوقونو شمېر له شپېتو څخه اوښتی دی.اشرف وويل، کله، چې فصل باراني وي او د مچيو د ساتنې چاپيريال هم شين وي، نو دوی په طبيعي توګه د نسل توليد کوي، چې ورسره د مچيو شمېر کې زياتوالی راځي.نوموړي زياته کړه، چې د مچيو ساتنه دوه ډوله ساتونکي لري، ځينې د شاتو تر څنګ د مچيو د زياتېدو غم هم خوري؛ خو ځينې يواځې د شاتو ترلاسه کولو لپاره مچۍ ساتي او د نسل زياتوالي ته يې نه پرېږدي.د هغه په وينا، کله چې مچې يواځې د شاتو لپاره ساتل کېږي؛ نو د صندوق د پاسه يو بل پوښ ورکول کېږي، چې جالۍ ته ورته وي، په دغه حال کې د مچيو ملکه او نران له دې جاله دباندې نه وځي او يواځې د مچيو کارګران دباندې وځي او شات توليدوي، چې له دې لارې يې د نسل د زياتوالي مخنيوي کېږي؛ خو شات ډېر ورکوي.اشرف وويل، چې د مچيو د نسل د زياتوالي چاره يې عادي ده؛ خو دا چې بېله ډله په کې جوړېږي؛ نو دغه چاره يې خورا حيرانونکې وبلله.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې نوې ملکه توليد شي؛ نو د نوې ډلې او دربار د جوړېدو لپاره بغاوت کوي.))شراف د نوې ملکې د توليد په اړه وويل: ((په يو صندوق کې په معياري ډول لس قابونه وي، کله چې په دې قابونو کې د مچيو د نسل توليد زيات شي؛ نو د مچيو ملکه تصميم نيسي، چې يوه بله ملکه توليد کړي. د بلې ملکې توليد د همدې ملکې په کورګي کې کېږي، کله، چې بله ملکه توليد شي؛ نو د دې خوراک د نورو مچيو له خوراک سره خوار توپير لري يانې ښه وي، کله چې نوې توليد شوې ملکه په دې پوه شي، چې د الوت وخت يې رسېدلی؛ نو د نوي دربار او ډلې د جوړېدو فکر پيدا کوي، له همدې سره ملکه له دې صندوق څخه بغاوت کوي او ورسره زيات شمېر مچۍ هم له دې صندوق څخه وځي.))نوموړي زياته کړه، چې د شاتو مچيو ساتونکی دغه مهال پېژني او دغه پروسه څاري، کله چې هم د بغاوت وخت رانږدې شي؛ نو له صندوقه وځي او په نږدې چاپيريال کې چېرته شين ځای کې سره يوځای غونډېږي.د هغه په وينا، له دې سره د شاتو مچيو ساتونکی، چې ځانګړې جامې يې پر تن وي؛ دغه ټولې مچۍ په بل صندوق کې ځای پر ځای کوي.ده وويل، چې د شاتو بازار تل ښه وي؛ خو چې له مچيو څخه د شاتو د توليدونکي او خلکو تر منځ باور له منځه نه وي تللی.نوموړي زياته کړه: ((د شاتو بازار به ممکن په هر ځای کې ښه وي، خو مهمه مسئله دا ده، چې بايد د شاتو مچيو ساتونکی او يا توليدونکی د خلکو باور تر لاسه کړي، چې خالص شات بازار ته وړاندې کوي.))هغه وايي، په بلخ کې د فرنچ کارپوريشن په نامه يوه موسسه ده، چې د شاتو د مچيو په برخه کې کار کوي، له دوی څخه يو کيلو شات په ۴۰۰ افغاني اخلي او له پروسس څخه وروسته يې بازار ته وړاندې کوي.د شراف په وينا، د شاتو ارزښت د شاتو د مچيو د ساتنې په چاپيريال کې دی، چېرې چې ښه بوټي او ګلان وي؛ نو د هغو مچيو شات ډېر ارزښت لري.نوموړي زياته کړه،د فرنچ کارپورېشن په وينا، که چېرې دوی ورته د بلخ په چارکند ولسوالۍ کې د مچيو ډبې کېږدي او شات راټول کړي؛ نو يو کيلو به په ۱۰۰ امريکايي ډالر وپېري.د هغه په وينا، د ناامنۍ او نابلدتيا له امله يې تر اوسه چارکند ولسوالۍ ته د مچيو د وړلو تابيا نه ده نيولې.

سرچینه: پژواک