دکندز ولایت د پستو حاصلات ۳۰۰ ټنه لوړه شویده

کرهنه
Typography

pistachios

دکندز ولایت د کرهنې مالداری او ابو رسولو ریاست یو تن چارواګي په وینا ددی ولایت د پستو حاصلات د تیرکال په پرتله ۳۰۰ ټنه زیاته شویده.

ددی ولایت دکرهنې مالداری او ابو رسولو ریاست مشر عبدالبصیر فقیري وینا سره سم چې د وچو میو حاصلات د قناعت وړ دي او بڼ لرونکي هم له خپلو حاصلاتو خوشحاله بریښي.
فقیري وايي چې پخوا به خلک دپستې دانې مخکي له دي چې پوخ شي را ټولول ، نو له همدی کبله حاصلات لږ و.
خو دفقیري په وینا هغوي وکوالای شول دیو شمیر کمیټو په جوړولو سره د خلکو د پوهاوي کچه لوړ کړي ترڅو په دی توګه خلک په ټاکلي وخت کې پستې راتولې کړی.
 پسته دکندز ولایت په امام صاحب، چهار دره ، علی آباد او خان آباد ولسوالیو کې پیدا کیږي.

عطا محمد دسیمي یوتن بزګر وايي:"تیر کال زما یو نیم جریب باغ یوازی 500 کیلوگرامه پسته حاصل ورکئ خو س. کال 700 ته لوړه  شویده. "