18
السبت, تشرين2

په شمال ختیځ ولایتونو کې پر بزګرانو کرهنیز او د خړوب وسایل وویشل شول

کرهنه
Typography

gardining

دکرهنې مالداری او ابو رسولو وزارت یو تن چارواګي د شنبې په ورځ ووییل چې دهیواد په شمال ختیځ ولایتونو کې د اوبو د ټانکرونو، پیپونو او واټرپمپونو په ګډون دخړوب ۳۷۰ توکي پربڼوالو وویشل شول.

انجنیر محمد غلام ملاخیل دکرهنې مالداری او ابو رسولو وزارت د بڼوالی او مالداری ملي پروژې همغږي کوونکی ووییل ،چې دغه توکي دکندز ولایت ، د تخار ولایت پر۱۵۰ تنو همدارنګه د بغلان ولایت پر۱۷۰ او د بدخشان ولایت پر شپږو باغ لرونکو وویشل شول.
دغه توکي پرهغو بڼ لرونکو په وړیا توګه وویشل شول چې خپل نیالګي او ونې د بریښنا او تیلو په مرسته خړوبوي.
دا ډول توکي به په راتلونکي هم په ټیټه بیه د هیواد نورو ولایتونو پر بڼوالو هم وویشل شي.
وییل کیږي چې بزګرانو ته ددی توکیو د کارونې په برخه کې روزنې هم ورکول شویدي.
هغه بڼوال چې له دی توکیو برخمن شویدي دخوښې په څرګندولوسره ووییل چې دا توکي به ورسره د نیالګیو په خړوب کې ډیره مرسته وکړي.
حمیدالله د کندز ولایت یوتن بزګر وايی چې هغه به په دوبې کې د خپلو ونو خړوب لپاره ډیرو ستونزو سره مخامخ و. هغه وايی چې دغه توکي به ورسره مرسته وکړي چې خپل بڼ په ارزانه توګه خړوب کړي.
دغه پروژه چې دافغانستان له بیارغاونې څخه د ملاتړ صندوق په مرسته په ټول افغانستان کې د خړوب او دابو د زیرمو د جوړولو په موخه په لاره اچول شویدي د سوړ خونو او ګل خونو په جوړولو سره به د ښځو اقتصاد پیاوړي کړي.