د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د کلیو اوسیدونکي ځواکمنوي

کرهنه
Typography

rural-comunity-empowerment

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د بلخ ولایت په دهدادي اولسوالۍ کې د کلیوالو سیمو اوسیدونکو او د پوروړونکو ټولني غړو ته په بیړني حالاتو کې د یو خوندي ژوند په موخه حرفوي او روزنیزی زده کړي په لاره واچولي. د کلیوالي معیشت دغه تجربوي یا لومړنۍ پروژه د دهدادي اولسوالۍ په لسو کلیو کې د سیډا یا د سویډن د نړیوالي پرمختیایي آژانس لخوا د شپږو میلیونو څخه په زیات لګښت پلي شوه.

د ښه حکومتولۍ، منیجمنټ او د جمهوري پریکړو په ګډون د مارکیټنګ په اړه روزنیزو زده کړو کې د ۵۱۸ میرمنو په ګډون د ۹۴۰ پوروړلو د ټولنې غړو ګډون درلوده او دا زده کړي هم د همدغه اولسوالۍ په لسو کلیو کې په لاره اچول شوي وي.پدغه پروژه کې د پوروړونکو د ټولني د ۴۵۹ غړو (د میرمنو او د معلولیت لرونکو وګړو په ګډون) د خیاطۍ، د کورني چرګانو ساتلو، د مالدارۍ او د باغوانۍ په اړه حرفوي زده کړو کې وروزل شول. همدارنګه د محصولاتو د کیفیت د ښه والي په موخه هغوي ته د عصري ټیکنالوجي او نوي تخنیکي سامان آلات هم ورکړل شو.د تولیدونکو محصولات د خرڅلاو په موخه د خرڅونکو او د تولیدونکو ترمنځ اړیکي هم پیاوړي شوي. باید ووایو چې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه به په کوچنیو کارونو د پرمختیا او همدارنګه د اولسوالیو او ولایت په سطح د تولیدونکو د شبکي په رامنځته کولو او پدې اړه د اړه په عامه پوهاوي توجه ولري.د کلیو د پوروړونکو د ټولني ستره موخه د خپل کارونو پیلونکو ته د پورونو ورکړه او د تولیدونکو اړیکه د مارکیټ سره ټینګول دی. باید ووایو چې په لسو کلیو کې د افغانستان کلیولي صنایعو د پراختیا ملي پروګرام لخوا د کلیو پوروړونکو ټولنو لخوا ۴۸ مرستندویه ډلي ګومارل شوي دي.