کابل او سمنګانو کې د بزګر ورځ ونمانځل شوه

کرهنه
Typography

farmer

کابل او سمنګانو ولايتونو کې د بزګر ورځ (د وري دويمه) د کرنيزو نندارتونونو او کنسرټونو د تر سره کولو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

يو له دغو نندارتون د کابل ښار په بادام باغ کې تر سره شو.په بادام باغ کې د کرنې د ودې او د کليو د پراختيا پروګرام (CARD-F) د اړيکو مسوول حميدالله وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغاني توليداتو د ودې او هغو ته د بازار موندنې لپاره، هر کال دا ډول نندارتونونه تر سره کوي.د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، په دغه نندارتون کې د کرنيزو محصولاتو، صنعتي توليداتو، د کرنې او مالدارۍ تخنيکي وسايلو شاوخوا ٢٠٠ غرفې نندارتون ته وړاندې شوې دي.د وردګ په وينا، دغه نندارتون به د درېيو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانيستى وي.د ياد نندارتون يوه ګډونوال او د ايسکريم توليدوونکي محمداکرم رسولي، د دا ډول نندارتونونو جوړول اړين وبلل او ويې ويل، د ايسکريم د توليد په برخه کې يې په مستقيم ډول شاوخوا ٥٠٠ کسانو او دغه راز په غيرمستقيم ډول يې له دوه زره څخه ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.هغه له خلکو وغوښتل چې د کورنيو توليداتو د ودې په موخه افغاني توليدات وکاروي، څو د هېواد اقتصاد پرمختګ وکړي او خلکو ته د ډېر کار زمينه برابره شي.د کابل په بادام باغ کې، نن د نندارتون ترڅنګ د افغاني هنرمندانو له لوري يو کنسرټ هم وړاندې شو، چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى وو. په دغه کنسرټ کې تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې.دغه راز نن د سمنګانو ولايت د مرکز د ايبک ښار په الماس هوټل کې هم د مالدارانو او بزګرانو د محصولاتو، د کرنيزو او مالدارۍ وسايلو او دغه راز د کرنيز درملو په اړه په ٢٤ غرفو کې يو نندارتون د دوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شو.د سمنګانو د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمدحسن دانا پژواک ته وويل، چې له دغه نندارتون څخه يې موخه د کورنيو توليداتو وده او د بزګرانو او مالدارانو هڅول دي.د سرچينې د معلوماتو له مخې، سمنګان د هېواد له کرنيزو ولايتونو بلل کېږي او د دغه ولايت ٨٥ سلنه خلک بزګران دي.د ياد نندارتون په لومړۍ ورځ د سمنګانو د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت بزګرانو ته له دوه سوه ډوله څخه زيات وسايل په وړيا ډول ووېشل شول.د ياد نندارتون يوه ګډونوال محمد عيسى، چې د لبنياتو کوچنۍ فابريکه لري، وويل: "د دا ډول نندارتونونو وړاندې کول، مارکېټ ته زموږ اجناس ور پېژندلى شي او د هېواد توليداتو ته وده ورکولى شي."دغه راز د سمنګانو ولايت زرګونه اوسېدونکي، د نوي کال او د بزګر ورځې د نمانځنې په موخه د "استوپه او تخت رستم" سيمو ته چې د ايبک ښار په درې کيلومټرۍ کې پرتې دي، تللي وو.