سږکال به ۷ میلیونه نیالګي په بامیان و کې کښینول شي

کرهنه
Typography

bamian-2007

دبامیان ولایت چارواګو سره سم په پام کې ده چې سږ کال کابو ۷ میلیونه نیالګي په دی ولایت کې کښینول شي.

دنیالګیو ایښودو کمپاین د زرغون انقلاب یوه برخه ده چې تیر کال په دی ولایت کې پیل شوی وو. په ۲۰۱۴ کال کې هم کابو ۱۶ میلیونه نیالګي په دی ولایت کې ایښودل شوي و.
ددی ولایت د کرهنې مالداری او اوبو رسولو ریاست مشر انجنیر محمد طاهر عطایی پژواک خبري آژانس ته ووییل چې ۵۰۰۰۰ نیالګي به ددی ریاست لخوا برابر شي.
نوموړي پر خلکو ټینګار وکړ چې ددی نیالګیو په ساتلو کې مرسته وکړي چې د چاپیریال او د خلکو ژوندانه لپاره ډیره مهمه ده.
محمد اسلم دیکولنګ ولسوالی یو تن بزګر نیوکه کوي چې ډیر لږ میوه لرونکي نیالګي پر بزګرانو ویشل شویدي.
انجنیر محمد شریف دچاپیریال ساتنې آمر د نیالګیو ایښودلو کمپیان ډیر ګټور وباله. نوموړي وړاندی ووییل:"دچاپیریال زرغونتیا او ونې له ډیرو ناروغیو مخنیوی کوي. "
ښاغلي شریف وړاندی ووییل چې هغوي په بامیان ولایت کې له زرغون انقلاب ملاتړ کوي اودغه کمپاین د مدني ټولنو، دیني عالمانو او نورو مخورو په مرسته او همکاری مخ پروړاندی روانه ده.