شنې خونې

کرهنه
Typography

greenhouse-projects-in-balkh

د افغانستان په شمال کې د بڼوالۍ او اوبو لګولو ملي پروژې د کرنيزو محصولاتو د ښه والي او  عوايدو د زياتوالي لامل شوي دي.


د بڼوالۍ او  اوبو لګولو  ملي پروژې ( ان ،اچ،ال ،پي) چې لګښت يې د جاپان له خوا ورکول کيږي تر زياتې کچې د کروندګرو  په روزلو ،مېرمنو ته دکار موندلو او د اوبو لګولو د سيستم په ښه والي څرخيږي.
د بڼوالۍ او اوبو لګولو د ملي پروژو  يوه  مسئول عبدالفهيم جباري وويل  ډېرو  بزګرو  له دې پروژو  څخه ګټه اخيستې ده.
هغه زياته کړه :“د بڼوالۍ او اوبو لګولو  ملي پروژو  لسګونو جريبه ځمکې ته د اوبو  برابرولو  په موخه د اوبو 94 زېرمې او د اوبو د لګولو سيستمونه جوړ کړي دي. هغه زياته کړه: “ سربيره پر دې موږ څو شنې خونې هم جوړې کړي څو  ښځينه و نارينه کروندګر  وکولای شي خپل کرنيز  محصولات په تازه ډول په سيمه ايزو بازارونو  کې وپلوري.”