ولسمشر غني: اوس د نړۍ مشرانوته د لاجوردو پر ځای زعفران ډالۍ کوو

کرهنه
Typography

saffron

ولسمشر محمد اشرف غني د کرنې وزارت په غونډه کې لارښوونه وکړه چې د لومړيوسلوورځو په پلان کې عملي،محسوس او ضروري مسايل راونغاړي او دعام اولس غوښتنې په کې په پام کې ونيسي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرنې وزارت د لومړيو سلوورځو پلان نن (دغويي ٢١ مه)، د ولسمشر په مشرۍ په يوه ناسته کې تر بحث لاندې ونيول شو.په ياده ناسته کې چې په کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير او د وزارت کاري ټيم برخه اخيستې وه، لومړی د کرنې وزير د وزارت د لومړيو سلو ورځو د پلان پرموخو اوبيا پر نهو برخو کې پر پلان رڼا واچوله.په ياد پلان کې پر شاملو برخو، اوبو لګولو،غنمو،ستراتيژيکو زېرمو اوخوراکي مصوونيت، باغدارۍ اوطبيعي بوټو، مالدارۍ اوحيواني روغتيا، تحقيق اوترويج،طبيعي سرچينواوځنګلونو،دخصوصي سکتور دملاتړ،اداري اصلاحاتو،احصايې اوبشري سرچينواودوزارت دعامه اړيکو پر ستراتيژۍ او موضوعاتو خبرې وشوې.د دې ترڅنګ، د وزارت ټيم د هغو ژمنو په اړه د کرنې وزارت پر پلانونو هم رڼا واچوله ،چې د لندن په کنفرانس کې يې د کرنې په سکتور پورې اړه پيدا کړې ده. ولسمشر غني د وزارت د چمتو کړي پلان ستاينه وکړه او د کرنې وزارت ته يې لارښوونه وکړه،چې د لومړيوسلو ورځو په پلان کې عملي،محسوس او ضروري مسايل راونغاړي او د عام  ولس غوښتنې په کې په پام کې ونيسي.هغه د اوبو لګولو، خوراکي مصوونيت، ستراتيژيکو زېرمو، بازارموندنې، د زعفرانو په ترويج او د کرنې وزارت د ظرفيت په پياوړتيا او په بيا کتنه ټينګار وکړ او ويې ويل،چې د کرنې وزارت دې له لويو دولتي ادارو سره ناستې وکړي، چې په ګډه د دولتي بنسټونو له اړتياوو اوغوښتنو سره سم د کورنيو توليداتو د رشد او تقويې لپاره د کار اخيستنې په خاطر هڅې وشي.اشرف غني د زعفرانو د ترويج، پروسس او بازارموندنې په برخه کې د متحده عربي اماراتو د جدي لېوالتيا يادونه وکړه اوزياته يې کړه، چې چين اواذربايجان هم د افغانستان زعفرانو ته لېوالتيا لري.ولسمشر وويل: ((اوس دنړۍ مشرانوته د لاجوردو پر ځای زعفران ډالۍ او دکورنيو محصولاتو د بازارموندنې موضوع ته په لوړه کچه پاملرنه کوو.))نوموړي څرګنده کړه،چې دکرنې وزارت ترويجي خدمات بايد د خصوصي سکتور له ترويجي خدماتو سره همغږي او د خصوصي سکتور له امکاناتو څخه د ترويج په برخه کې ګټه واخيستل شي اود کرنې وزارت دغنمو د پيرودنې پرتګلارې، د باغدارۍ دمحصولاتو، په تېره دانګورو د بازارموندنې او پروسس د پياوړتيا لپاره دې په جدي ډول لاس په کار شي .هغه همدا راز وويل، چې د کرنې وزارت دې خپل ظرفيتونه د دغه وزارت له پلانونو سره سم عيارکړي اودپلانونوداړتيا له مخې دې دخپل ټيم دظرفيت په برخه کې د اړينو بدلونونو په راوستلو کې اقدام وکړي.ولسمشر ټينګار وکړ،چې د کرنې په وزارت کې بايد داسې ظرفيت رامنځته کړای شي،چې څلورنيم کاله وروسته د دې وزارت کارمندان خپل ټول پروګرامونه تطبيق او نظارت کړای شي.