18
السبت, تشرين2

د کرنې وزارت د شاتو په توليد کې د بې ساري زياتېدو خبر ورکړ

کرهنه
Typography

Bees-knees-apiarist

د کرنې وزارت وايي، د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد په نهو ولايتونو کې څه دپاسه يونيم ميليون کيلوګرامه شات توليد شوي دي.

هغه خبرپاڼه،  چې د وږي په ٢١مه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې کاږي، چې د سږکال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه باندې يو ميليون او پنځه سوه زره کيلوګرامه شات توليد شوي دي، چې د شاتو په توليد کې بې سارى زياتولى ښيي.سرچينې زياته کړې ده، اوسمهال د هېواد په نهو ولايتونو کې شاوخوا ٦١٠٠ کسان د شاتو مچيو پالنه کوي، چې ٥٩٩ يې په ټولنو کې تنظيم دي،  ٢٠٧٧ يې په کوپراتيفونو او ٣٤٣٢ يې په انفرادي توګه د مچيو په پالنه بوخت دي.سرچينه وايي، ډېرى د  شاتو مچيو پالونکي په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، ننګرهار، غزني، لوګر، پکتيا او هرات کې فعاليت کوي.د کرنې وزارت په وينا، د کرنې وزارت د مچيو پراختيا پروژې په  پراختيايي پروګرامونو کې د ملکې موچۍ، په پاکټونو کې د موچيو توليد او د موچيو اړوند نور ارزښتونه شامل دي.سرچينې همداراز ويلي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ظرفيت لوړولو، وسايلو او موم برابرولو په برخو کې توانېدلى، چې د موچيو له پالونکو سره مرسته وکړي.د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، همداراز د موچيو پراختيا پروژه پلان لري، چې  معياري صندوقونه جوړ کړي، د لمر پر مټ له موم څخه شات  استحصال شي، د کيفيت کنټرول لابراتور جوړ او په نظري او عملي بڼه د ٥٠٠ مچيو لرونکو  ترڅنګ  ٢٠٠ محصلين وروزي.