د کرنې وزارت او د امریکا د پراختیا اداره د کروندګرو د ملاتړ لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړ

کرهنه
Typography

د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر او د امریکامتحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي (USAID) ادارې رییس تېره ورځ د ۲۰۱۶ کال د سیمه‎ييزې کرنې د پراختیا پروژې کاري پلان د تطبیق لپاره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه کاري پلان د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې او د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د همغږۍ پایله ده ترڅو د USAID فعالیتونه او همکاري د کرنې وزارت له موخو سره د افغانستان د کرنې سکتور په پراختیا کې همغږي ولري.د دغې خپرونې موخه د کلیو مېشتو د خوړو او اقتصادي خوندیتوب ښه‎والی دی چې په ۲۱ بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت به تطبیق شي.له هغه ځای چې د افغانستان د کرنې سکتور په هېواد کې ۸۰ سلنه د کار زمینه برابره وي په دې برخه کې اوږد مهاله پانګونه د دغې هېواد د نه یوازې د اقتصادي ټيکاو لپاره اړتیا ده بلکې د دغې ټولنې د سیاسي او ټولنیز ثبات ته اړتیا ده.د امریکا د پراختیا بنسټ په افغانستان کې ۳۰۰ مېلیونه ډالره د کرهنې او دامدارۍ د پراختیا لپاره لګوي.دغه بنسټ دغه پیسې به په افغانستان کې د سیمه‎ييزې کرهنې او دامدارۍ د پراختیا پروګارم په جوګاټ کې ولګول شي.په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیا بنسټ رییس هیربي سمېټ په دې اړه څرګنده کړه:" د امریکامتحده ایالاتو پراختیايي اداره د سیمه‎ييزې کرهنې او دامدارۍ د پروګرامونو د تمویل لپاره د کرهنې له وزارت سره همکار دی او موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې د اقتصاد ودې،کرهنې او ظرفیت جوړولو لپاره کار وکړو ".- په هېواد کې د غلې د ستراتیژیکو زیرمو د وړتیا زیاتوالی- د کرنیزې سوداګرۍ پراختیا، او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه- د کروندګرو ښځو د وړتیاو لوړول، او د کرنې په بهیر کې د هغوی شریک کول- د توکو پروسس او بسته بندي- د کرنې په قوانینو کې د اصلاحاتو راوستل د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې د دولتي او خصوصي ګډې پانګونې ته د زمینې برابرول.له هغو پروګرامونو څخه دي چې د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې له نویو مرستو څخه د هېواد په ۲۱ سوېلي،شمالي او ختیځو ولایتونو کې به تر راتلونکو ۴ کلونو پلي شي.په همدې حال کې د کرهنې وزارت چارواکي وايي چې دغه پيسې به په څلورو راتلونکو کلونو کې په هېواد کې د کرنې د پراختیا،د توکو د زیاتوالي او په دامدارۍ کې به ولګول شي.د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسد الله ضمیر په دې اړه څرګنده کړه: " دغه پيسې به په بېلابېلو برخو کې ولګول شي، هغو ستونزو ته په پاملرنې سره چې د کرنې په برخه کې شتون لري دې ته اړتیا ده چې دغه پیسې په مهمو برخو کې له هغې ډلې په هېواد کې د غلو د زیاتوالي او د کرهنیزو توکو د بازار موندې لپاره به ولګول شي".