په هیواد کې دممیزو د حاصلاتو زیاتوالی

کرهنه
Typography

grapes-production-1سږ کال په هرات کې د مميزو د توليد کچه د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې، خو د دغه ولايت بڼوال د خپلو توليداتو لپاره د مارکېټ د نشتوالي له اړخه اندېښنه لري.

د هرات د کرنې رياست مرستيال بشيراحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هرات کې سږ کال د مميزو توليد ٢٠زره ټنو ته لوړ شوى دى.
احمدي زياته کړه چې په روان کال کې د انګورو د حاصلاتو د لوړوالي په سبب د مميزو توليد هم زيات شوى دى.
هغه زياته کړه چې تېر کال هم له اتو تر لسو زورو ټنو پورې مميز له هرات ولايته ترلاسه شوي وو، خو سږ کال د انګورو حاصلاتو د ډېردو، د کشمش خانو جوړېدو، د انګورو د توليد په اړه د بڼوالو پوهول، مناسبې اوبه او هوا د دې لامل شوي چې ٢٠زره ټنه زياتوالى په کې راشي.
نوموړي زياته کړه چې ډېر باغونه د هرات په ګذرې، انجيل، پښتون زرغون او اوبه ولسواليو کې دي، ځکه خو د توليد شوو مميزو ډېره برخه له همدې ولسواليو څخه تر لاسه شوې ده.
په ورته وخت کې د ګذرې ولسوالۍ د انګورو د توليداو بڼوالو د ټولنې مشر قيام الدين حبيبي د انګورو پر توليد د خوښۍ څرګندولو تر څنګ پژواک ته وويل چې د مميزو د توليد په برخه کې بڼوالو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کول د دې لامل شوي چې سږ کال په دې ولسوالۍ د مميزو توليدات زيات شي.
هغه زياته کړه: ((د مميزو د توليداتو د زياتوالي لامل، ښې اوبه او هوا، د کروندګرو پوهول او مډرنې سړې خونې دي.))
د ده په خبره، يواځې سږ کال ٣٣ "د مميزو معياري خونې" د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام په مرسته په ګذرې ولسوالۍ کې د بڼوالو لپاره جوړې شوې دي.
د گذرې ولسوالۍ يوه بڼوال غلام سرور په روان کال کې د مميزو د توليداتو پر زياتېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ پژواک ته وويل: ((د خپلو مميزو او انګورو لپاره د پلور ښه بازار نه لرو، دولت دې په دې برخه کې کلکه پاملرنه وکړي.))
د دې ولسوالۍ يوه بل بڼوال عزيزاحمد هم اندېښنه څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې د مميزو توليدات ښه بازار نه لري او بهر ته هم نه صادرېږي.
د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل فيروز محمدي وايي چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى او د خلکو په ځانګړي ډول د کروندګرو د پر ځان بسيا کېدنې يواځېنۍ لار دا ده چې کرنيز سکتور ميکانيزه شي. هغه له دولته غوښتنه وکړه، څو د دوى د توليداتو د پلور لپاره بهرنى مارکېټ پيدا کړي.
د ده په خبره، د دې تر څنګ بايد حکومت د افغانستان د اوبو له بې ځايه بهېدو مخنيوى وکړي او کروندګرو ته دې سړې خونې جوړې کړي.
هرات څه باندې ٧٠ ډوله انګور لري او هر کال له دغه ولايت نه لسګونه ټنه انګور ترلاسه کېږي. سږ کال هم د کرنې رياست د چارواکو په خبره، ١٢٠زره ټنه انګور د دغه ولايت له باغونو ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه زياتوالى څرګندوي.