د هرات زعفران - د نړۍ غوره زعفران

کرهنه
Typography

herat-suffron-product-1دا دريم کال دى چې د افغانستان زعفران د نړۍ د غوره زعفرانو په توګه پيژندل کيږي. افغانستان د زعفرانو د کښت لپاره ښه چاپيريال لري او هرات د نړۍ په کچه غوره زعفران توليدوي.

د هرات د کرنې رياست مرستيال بشير احمد احمدي وويل په بروکسل کې د خوراکي توکو د کيفيت او څيړنې انيستيتوت د سيالۍ په يوه پروګرام چې په ايټاليا کې جوړ شوى وو ، د هرات زعفران د ٣٠٠ ډوله زعفرانو په منځ کې د غوره زعفرانو په توګه غوره کړ.
ښاغلي احمدي د هرات د کروندګرو د هڅو په ستايلو سره وويل:"دا بريالتوب د هغو بزګرو دى چې حلال کښت کوي او د دوى کړنې د ستاينې وړ دي. موږ د نړۍ د غوره زعفرانو په توګه د افغانستان د زعفرانو د ټاکلو له امله له نړيوالې ټولنې مننه کوو."
د زعفرانو کښت يووار بيا ثابته کړه چې په افغانستان کې د ناقانونه محصولاتو د له منځه وړلو لپاره غوره انتخاب دى او بزګرو ته حلال او ښه عايد لري.
د زعفران صنعت ورځ په ورځ مخ په پراخيدو دى او د ښځو په ګډون ډيرو کسانو ته د کار موندنې لامل شوى دى. د هرات د زعفرانو د کروندګرو د ټولنې مشر بشير احمد راشدي ددې مطلب په څرګندولو سره وويل:"څه باندې ٦٥٠ تنه بزګر د زعفرانو په کروندو کې چې ډيرى يې د هرات په غوريانو، پښتون زرغون او انجيل ولسواليو کې دي، کار کوي. اوسمهال ٢٣ شرکتونه چې د زعفرانو د توليد او پروسس په برخو کې کار کوي د هرات د زعفرانو په ملي ټولنه کې ثبت شوي دي."
نوموړي څرګنده کړه:"ميرمنې د زعفرانو په کښت کې مهمه ونډه لري. اوسمهال د ښځو اته ټولنې چې هره يوه څه باندې سل غړي لري، د زعفرانو د توليد په برخه کې فعاليت کوي."
herat-suffron-product-2
له زعفرانو څخه د هغه د ښه خوند له امله د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې په خوړو کې کار اخيستل کيږي. همدارنګه د درملو له اړخه هم دا بوټى د نړۍ په بازارونو کې ډير مينه وال لري.
ښاغلي راشيدي زياته کړه:" په دې وروستيو کې زعفرانو ته غوښتنه ډيره شوې او اوس زموږ هيوادوال د زعفرانو د کارولو په ارزښت پوه شوي دي.په افغانستان کې د يو کيلو کيفيت لرونکو زعفرانو بيه ١٢٠ زره افغانۍ ده په داسې حال کې چې په نړيوالو بازارونو کې تر دې هم لوړه ده." زعفران قانوني کښت دي. بزګران د زعفرانو په کرلو سره نه يوازې حلال کښت کولاى شي، بلکې د اسلام د لارښوونو په رڼا کې خپل ژوند هم پر مخ بيولاى شي.