د کلي د پور او سپما د اتحادیو سره مرسته

کرهنه
Typography

villige-saving

د بلخ په ولایت کې د کلي د پور او سپما اوه اتحادیې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي صنایعو د پرمختیايي پروګرام له مرستې ګټمنې شوې.

په دې مالي مرستو کې د بلخ ولایت د دهدادي، نهرشاهي او بلخ ولسوالیو د اتحادیو غړو ته د یو ملیون او ۶۵۲ زره افغانیو پور ورکول شامل دي چې د کلیوالي تشبثاتو د ښو زمینو د برابرولو په ترڅ کې په لسګونو کلیوالي اوسېدونکو ته د اوږد – مهاله کار زمینې برابروي.د افغانستان د کلیوالي صنایعو پرمختیايي پروګرام د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې د هرات، بلخ، بامیان، پروان او ننګرهار ولایتونو د پور او سپما ۱۹۵ اتحادیو ته د ۸۶،۵ ملیونه افغانیو په مرستې ورکولو سره څه د پاسه ۶۳ زره ښځو او نارینه کلیوالو ته د اوږد – مهاله کار په ترلاسه کولو کې مرستې ترسره کړې دي.