ولسمشر غني: د افغانستان اوبه کابو کوو

کرهنه
Typography

president-Ghani-4ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د کرنې پراختيا او د اوبو کابو کول د افغان حکومت په لومړيتوبونو کې ځاى لري او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د اوبو د ٢١ بندونو د جوړولو کار پيل شي.

ولسمشر غني نن په کابل کې د کرنې د دودولو او پراختيا په څلورم ملي کنفرانس کې وويل، اوبه د کرنې لپاره يو مهم عنصر دى، خو په افغانستان کې ورته پاملرنه نه ده شوې.
غني زياته کړه: "زموږ ډېر پام زموږ د اوبو کابو کولو ته دى، زموږ د اوبو کنټرول د دې لامل کېږي چې له اوبو ډېره ګټه پورته کړو او د سېلابونو مخه ونيسو، زموږ د سيندونو سواحل لا تنظيم شوي نه دي او هرکال زرګونه هکټاره ځمکه د سېلابونو د راوتو له امله له لاسه ورکوو."
هغه وويل، افغانستان پخوا د بزګرانو تر منځ د اوبو د عادلانه وېش ښه سيسټم درلود او بزګرانو به له کارېزونو څخه ښه ګټه پورته کوله، خو نن بيا داسې نه ده او د کرنې وزارت مسوول دى، څو د بزګرانو تر منځ د اوبو د عادلانه وېش برخې ته پاملرنه وکړي.
خو نوموړي د جزئياتو له خپرولو پرته وويل، چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان د اوبو د کابو کولو لپاره د هېواد په کچه د ٢١ بندونو د رغولو کار پيل کړي.
نوموړي د اوبو د کابو کولو ترڅنګ وويل، افغانستان له کلونو راهيسې خپلې اوبه په وړيا ډول ورکوي.
د راپورونو پر بنسټ، هر کال ايران او پاکستان هېوادونو ته د افغانستان ميلياردونه متره مکعبه اوبه وړيا روانې دي. ولسمشر غني وويل، د ځمکې د غصب مخنيوى د حکومت بل لومړيتوب دى.
هغه وويل: "ټولو واليانو ته مو لارښوونه کړې، څو د ځمکو د غصب مخنيوى وکړي او غصب شوې ځمکې بېرته د ملت په واک کې ورکړي."

هغه ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د خلکو ځمکې خوندي وي. يو شمېر راپورونه څرګندوي، چې په وروستيو څو کلونو کې د غاصبينو له منګولو څخه زرګونه جريبه ځمکه ژغورل شوې، خو بيا هم له څلور ميليون جريبه څخه زياته ځمکه د غاصبينو په کنټرول کې ده.
د ولسمشر اشرف غني په وينا، له هغو ځمکو ګټه پورته کول چې تر اوسه ترې ګټه نه ده پورته شوې، د حکومت له نورو لومړيتوبونو څخه دى.
هغه وويل، د کرنې وزارت بايد هڅه وکړي څو د يوه کال په دولسو مياشتو کې له ځمکو ګټه پورته کړي.
هغه وايي، د کرنې وزارت بايد د اصلاح شويو تخمونو د وېش، کيمياوي سرې او بزګرانو ته د نويو وسايلو د پېژندنې په برخو کې ګام پورته کړي، ځکه تر اوسه پورې په ياده برخه کې ستونزې شته او همدا لامل دى چې نن د کرنيزو توليداتو کيفيت او کميت ښه نه دى.
غني وويل، د بزګرانو د ژوند د وضعيت ښه والى هم د حکومت په لومړيتوبونو کې ځاى لري. هغه زياته کړه، د سړو خونو، لابراتوارونو او د نورو اسانتياړو په برخه کې هم بايد ګامونه پورته شي.
نوموړي د ياد کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل، چې د کرنې د برخې ستونزې پيدا کړي او دغه راز اساسي حل لارې هم ورته وړانديز کړي، څو کرنه پراخه شي او د افغانستان صادرات هم ورسره زيات شي.
هغه وويل، افغانستان هر کال د څلورو ميلياردو ډالرو په ارزښت کرنيز واردات لري چې دغه اندازه د اندېښنې وړ ده. ولسمشر غني د خپلو خبرو په پاى کې له خصوصي سکټور غوښتنه وکړه، چې د کرنې په دودولو کې همکاري وکړي.
په ياد درې ورځني کنفرانس کې د حکومت د چارواکو ترڅنګ، د خصوصي سکټور استازو او بزګرانو ګډون درلود.
د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير وويل، چې په دغه غونډه کې به له بزګرانو او خصوصي سکټور سره نوي کرنيز پروګرامه شريک شي.
نوموړي وويل، د کرنې په وزارت کې د کرنيز معلوماتي بانک او په کليو کې د لابراتوارونو او حيواني کلينيکونو رامنځته کول او داسې نور په دغه پروګرام کې شامليږي.
دغه راز نوموړي، د اړتيا وړ وسايلو باندې د کرنې وزارت سنبالول، له بزګرانو سره د اړيکې نيولو سيسټم رامنځته کول هم د دغه وزارت له هغو نورو لومړيتوبونو وبلل چې په دغو پروګرامونو کې شامل دي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي وويل، چې خصوصي سکټور به د کرنيزو توليداتو د دودولو او بازار موندنې په برخه کې او دغه راز د کرنيزو محصولاتو د پروسس فابريکو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي. نوموړى وايي، کرنه بايد باکيفيته شي او د هېواد د کرنيزو توليداتو کميت کچه پورته لاړ شي.
الکوزي وويل، که څه هم د روان کال په ترڅ کې ډېرې امنيتي ستونزې شته وې، خو د روان کال په لومړيو ٩ مياشتو کې د ٤٣٣ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ٧ سلنه لوړوالى په ګوته کوي. د هغه په وينا، د هېواد ډېرى صادارت کرنيز محصولات تشکيلوي. هغه له حکومت وغوښتل، چې پر کرنيزو محصولاتو خپله وضعه شوې ماليه راټيټه کړي.

د محمد نعيم په نوم يوه بزګر د نورو بزګرانو په مشرۍ خبرې وکړې او ويې ويل: "د کرنې لپاره د اړتيا وړ اوبو، باکيفيته کيمياوي سرې او مارکېټونو ته نه لاسرسى او د سړو خونو نه شتون زموږ د بزګرانو اساسي ستونزې دي او حکومت بايد د افغانستان اوبه کابو کړي."