بدخشان کې دوه ميليونه نيالګي ايښودل کېږي

کرهنه
Typography

tree-planting

د بدخشان ولايت د کرنې مسوولين وايي چې ټول نيالګي ددې ولايت دي او په نوي کال کې به دوه ميليونه نيالګي په دغه ولايت کې کېښودل شي.

د بدخشان د کرنې او مالدارۍ رييس محمدعالم  عالمي وايي چې پخوا به هرکال شاوخوا يو ميليون ميوه لرونکي او بې مېوې نيالګي اېښودل کېدل؛ خو راتلونکى نوي کال کې دوه ميليونه نيالګي کېنول کېږي.نوموړي چې د نيالګيو د ايښودلو مراسمو کې يې خبرې کولي، زياته کړه هغه نيالګي چې مخکې ايښودل شوي ساتنه يې شوې او اوبه ورکړل شوې دي، د ګوتو په شمېر يې وچ شوي ، پاتې برخه يې په دوو کلونو کې پرحاصل راغلي دي.د کرنې رييس زياته کړه،چې په ميوه لروونکو نيالګيو کې مڼې، ناک، بادام،زردالو،توت او غوزان (چهارمغز) او غيرميوه لرونکو نيالګيو کې ناجو،مارپيچ او نور زينتي بوټي شامل دي.يوه لرونکي نيالګي لري. نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل :" غواړم چې د نيالګيو کينولو او بڼوالۍ له لارې د ژوند چاپيريال زرغون کړم او له ميوو څخه يې چې خلک استفاده کوي، د اخرت لپاره راته ثواب دى."دې بزرګر وويل، مخکې يې ٣٠٠ نيالګي درلودل چې حاصل ورکوي خپله او خلک ترې ګټه اخلي.همداراز د بدخشان  کرنې رياست د اړوند بنسټونو په همکارۍ، راتلونکي نوي کال کې سل زره نور نيالګي دولتي ادارو،ښوونځيو او د سړک  غاړو کې کينوي.د بدخشان د کرنې رييس وويل چې راتلونکي کال کې د کروندګرو شاوخوا ٥٠٠ جريبه ځمکه هم پر بڼوڼو بدلوي او د ځمکې مساحت له مخې پر کروندګرو ميوه لرونکي نيالګي ويشي.د بدخشان چاپېريال ساتنې رييس غلام نبي، نيالګي کينول د چاپېريال زرغونتيا لپاره مهم ګڼي او په دې برخه کې د خلکو نقش ترسره کولو غوښتنه کوي.په ورته وخت کې نوموړي د چاپېريال ساتنې ملي ادارې اعلاميه ولوستله چې د سږ کال شعار ته  يې ( د طبيعت زرغونتيا او د اخرت اجر)  نوم ورکړ.په اعلاميه کې له عالمانو، د جوماتونو له خطيبانو، مخابراتي شبکو او رسنيو څخه غوښتل شوي چې په دې برخه کې دې تبليغ وکړي او خلکو ته دې پيغام ورکړي چې د خپل هېواد په زرغونتيا کې فعاله ونډه واخلي.