23
الثلاثاء, تموز

په خوست کې د کارډ ایف موسسې د پروګرومونو پایلې مثبتې دي

کرهنه
Typography

اوس د افغانانو د ځان بسيا کېدو وخت رارسیدلی دی. که په ملي کچه وکتل شي، د نړيوالې ټولنې په شتون کې په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې ډيری داسې پروژې او چارې ترسره شوې، چې دغه هېواد يې  له اقتصادي پلوه غني کړ.

 

Khost improved vegetable seeds 4

په ولايتونو کې هم ډير داسې پروګرامونه او پروژې پلې شوې، چې ډيرې کورنۍ يې له اقتصادي انزوا را ایستلې دي. په خوست ولايت کې هم ګڼ پروګرامونه ددې لپاره پلي شوي ترڅو کورنۍ له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا کړي، خلکو ته سالم کاروبار پيدا کړي او هم يې ټولنې ته ګټه ورسيږي. 

کارد-اف همداسې يوه اداره ده ، چې په خوست کې د بیوزلو خلکو، کورنيو او افرادو د اقتصادي ستونزو د کمښت او په ځان د بسيا کېدو په موخه بېلابېل پروګرامونه پلې کوي، چې ددغې ادارې ټول پروګرامونه ډیر ګټور ثابت شوي دي. 

حاجي جمال د يوه داسې کس نوم دی، چې له اقتصادي ستونزو سربیره له ګڼو نورو ټولنيزو ناخوالو کړېده. نوموړی ددې لپاره چې خپله کورنۍ له اقتصادي ستونزو وژغوري، متحده عربي اماراتو ته مسافر شو ترڅو د ځان لپاره کاروبار برابر کړي او خپلې کورنۍ ته پيسې را وګټي. 

خو هلته د بريښنا د شارټي له کبله يې يوه پښه بیخي له کاره ولويده او بل يوه يې هم زيانمنه شوه او دا چې معلول شو بيرته هېواد ته راستون او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخاخ شو. په دې سره د نوموړي روغتيايي او اقتصادي حالت ورځ  تربلې د خرابيدو په حال کې و. 

نوموړي وويل، "ډيرې اقتصادي ستونزې مې درلودې، له ډيرو خلکو مې مرسته وغوښته خو هیڅوک زما مرستې ته حاضر نشول، له یوې خوا روغتيايي او له بلې خوا اقتصادي ستونزو کړولم." 

حاجي جمال وايي، د خدای مهرباني وه، د کارد-اف په نوم ادارې يې نه يوازې دا چې د دوی د کورنۍ اقتصادي ستونزې ختمې کړې بلکې د دوی د کورنۍ اقتصاد يې هم پايښت لرونکی او کورنۍ يې د يوه داسې عايد لرونکي کاروبار څښتنه شوه، چې د اوږده مهال لپاره به يې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ  نشي. 

نوموړي وويل، "د کارد-اف موسسې د رومي بانجانو شنې خونې راته جوړې کړې دي. د وسايلو او اصلاح شويو تخمونو مرسته يې راسره کړې. ښه پالنه يې کوم او په تيرو څو مياشتو کې مې په لکونو افغانۍ له دې لارې ترلاسه کړې دي. دا شنې خونې زموږ د کورنۍ لپاره، چې له اقتصادي ستونزو کړيده يوه ښه عايداتي سرچينه ده. ډيرې داسې کورنۍ شته، چې زما په شان خود کفا شوې دي." 

Khost improved vegetable seeds 1

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد فاکولتي پخوانۍ محصل وايي، په حقیقت کې د افرادو، کورنیو او هیوادونو د ځان بساینې لپاره کورني توليدات ډیر اړین دي. 

نوموړی وايي، د کارد-اف په څير  يو شمېر نورې ادارې هم شته، چې د کورنيو لپاره کوچنۍ عايداتي پروژې پلي کوي ترڅو بې وسه افراد او ميرمنې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي، له اقتصادي ستونزو را اوباسي. 

نوموړي وويل: "که نړيواله ټولنه غواړي، چې په رښتيا هم له کورنيو سره اغيزمنې مرستې وکړي. نو دوی ته دې نيول شوي ماهيان نه ورکوي بلکې دوی ته دې د ماهيانو د نيولو چل ور زده کړي. که کورنيو ته اغيزمنې اقتصادي پروژې پلې شي نو شونې ده، چې نه يوازې ځانګړې کورنۍ به له اقتصادي ستونزو وژغورل شي، بلکې دا کار به پر ټولنه او نورو کورنيو او همداراز پر امنيتي حالت هم مثبت اغیز وکړي." 

کارد-اف موسسه، چې د خوست د مرکز په ګډون په څلورو ولسواليو کې فعاليت کوي، د کورنيو د اقتصادي ثبات او همدارنګه کورنيو ته د يوې ښې اقتصادي عايداتي سرچينې د لټون په موخه شنې خونې، د چرګانو فارمونه او نورې ورته پروژې پلې کوي، چې تر دې دمه ددغې ادارې پلې شوې پروژې ډيرې اغيزمنې ثابتې شوې دي. 

دغه اداره د برتانيې او دنمارک له مالي ملاتړ څخه هم برخمنه ده. دغه اداره پر خلکو اصلاح شوي د سبزيجاتو تخمونه او اړوند وسايل ويشي، چې خلک هم ترې خوښ او پلې شویو پروژو یې ښې پایلې لرلې دي.