23
الثلاثاء, تموز

په کندوز کې د بڼوالو لپاره د اوبو لګولو لمریز سیستمونه

کرهنه
Typography

سیمه ییز چارواکي وايي، چې په کندوز ولایت کې یې د هغه بڼوالو لپاره د اوبو لګولو لمریز سیستمونه جوړ کړي، چی پخوا د اوبو د نشتوالي له امله له ګڼو ننګونو سره مخامخ وو. د اوبو لګولو لمریزو سیستمونو بڼوالو او کروندګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي او ترڅنګ یې د ځمکو حاصلات ۲ برابره شوي دي.

Solar Systems for Kunduz Traders

کروندګر او بڼوال د ایچ ایل پي موسسې څخه خوښ دي او ترې غواړي، چې دغې لړۍ ته دوام ورکړي ترڅو نور بڼوال هم له دغو اسانتیاوو برخمن شي.

په کندوز ولایت کې د ایچ ایل پې د موسسې مشر محمدالله شپونکی وایي، چې دوی به د خپل پلان له مخې دغې پروژې ته پراختیا ورکړي، ځکه د بزګرو لپاره یې پایلې خورا ښي دي.

د کندوز د علي اباد د سیمې یو بڼوال حاجي توفیق وایي، چې پخوا یې د کرنیزو ځمکو او بڼونو حاصلات ډیر لږ وو او ډیری وختونه به یې شنې ونې د اوبو د کمښت له امله وچې شوې. خو د یادې موسسې له خوا د اوبو لګولو د لمریزې برېښنا د اسانتیاوو په رامنځته کېدو سره یې حاصلات ۲ برابره زیات شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې پخوا به یې له ۲۰ جریبه ځمکې څخه ۶۰۰ منه بادام ترلاسه کول خو له ۲ کلونو راهیسې دغه شمیره ۹۰۰ منو ته لوړه شوې ده.

د کندوز د علي اباد د سیمې یو بل بڼوال حاجي عوض وایي، چې د اوبو په برخه کې کومه ستونزه نه لري.

دی زیاتوي، چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره په علي اباد ولسوالۍ کې د نشه یې توکو کرکیله خورا لږه شوې ده.

د کندوز ولایت اوسیدونکي وایي، که چیرې په نورو سیمو کې هم د بیارغونې دا ډول پروژې پلې شي، له یوې خوا به بې روزګاره کسان به کار بوخت شي او له بلې خوا، به د نشه يي توکو کرکیله صفر ته ورسیږي او ورسره جوخت به د نا امنیو ټغر هم ټول شي.