17
الخميس, تشرين1

د هرات د کرنې له ادارې سره د آيساف مرسته

کرهنه
Typography

په هرات کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د دغه ولايت د کرنې له ادارې سره د څو موټر سايکلونو او يو شمير نورو اداري توکو مرسته وکړه. د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالصبور رحماني وايي، چې ١٠ موټرسايکلونه، ١٥ څوکۍ، ١٥ ميزونه، ٢٥ المارۍ او ٣ پرنټرونه په دغو مرستو کې شامل دي.

RS aid with Herat Agriculture

نوموړي وويل، چې پخوا هم د غوڅ ملاتړ ځواکونو له کرنې وزارت سره ډيرې مرستې کړې وې، چې د زعفرانو د پروسس او د اوبو د وېشلو کانال يې ښې بيلګې دي.

ده د غوڅ ملاتړ ځواکونو له همکارۍ څخه مننه وکړه، او ويې ويل، چې د دغو مرستو له امله به کروندګرو ته ډيرې اسانتياوې برابرې شي.

په ورته وخت کې د غوڅ ملاتړ يوه چارواکي، ماسيمو بياجينى وويل، چې د دغو مرستو څخه موخه په دغه ولايت کې د مالدارۍ او کرنې د پروګرامونو پياوړتيا ده.

نوموړي زياته کړه، چې آيساف له ٢٠٠٦ کال راهيسې د هرات د کرنې په برخه کې د ميليونونو يورو په ارزښت پروژې پلې کړي او دغه مرستې په دوام ومومي.

د هرات ولايت اوسېدونکي هم د غوڅ ملاتړ ځواکونو له مرستو څخه خوښ دي او پر دوام يې ټيننګار کوي.

دوى وايي، چې دغه مرستې به د خلکو په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.