17
الخميس, تشرين1

کرنه عوايد لوړوي او د بې روزګارى مخه نيسي

کرهنه
Typography

له کلونو راهيسې کرنه د خوراکي توکو، کورنۍ اړتياوو د پوره کولو او د بوختيا يوه ښه سرچينه بلل کېږي او د افغانستان ډيرى وګړي کروندګري کوي. د افغانستان اسلامي دولت په هڅو سره اوس د کرنې سکتور په بې سارې توګه پرمختګ کړى دى.

Nangarhar Agriculture Developement

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د څيړنيز فارم د بيارغونې د ٦ پروژو د بنسټ ډبرې د اېښودلو پرمهال وويل، چې ننګرهار به د امنيتي حالت پر غوړېدا او د پرمختيايي پروژو په پلې کېدو سره د هيواد د خوراکي محصولاتو پر زيرمې بدل شي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجينير رفيع الله رحيمزى وايي، چې د کرنې څيړنيز فارم به کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو او فارمونو په برخه کې ډيرې اسانتياوې رامنځته کړي.

نوموړي وويل: "په ټوليز ډول د دغو پروژو ارزښت ٦ ميليونه افغانۍ دى، چې د څيړنيز فارم، تخنيکي ورکشاپونو او د فارم د اوبو لګولو سيستم لپاره ودانۍ په کې شاملې دي."

د ښيوې ولسوالۍ يو کروندګر، ٤٣ کلن رئیس خان د کرنې په برخه کې د دولت د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل، په کرونده کې د کار کولو له لارې نه يواځې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ کوي، بلکې په دې سره نورو خلکو ته هم د کار کولو اسانتياوې برابروي.

ده زياته کړه: "فکر نه کوم زما د کار په شان ښه دنده به شتون ولري. زما ماشومان ښوونځي ته ځي او زه د کرنې د عوايدو له لارې کولى شم خپلې کورنۍ ته روغتيايي خدمتونه برابر کړم. د محصولاتو د ټولولو پرمهال د کلي ١٠ ځوانان په دندو ګومارم ترڅو له ما سره په دې برخه کې مرسته وکړي."

د ښيوې ولسوالۍ يو بل کروندګر ګل وارث وايي، وياړي چې د هيواد د ځان بساينې په برخه کې مهم رول لوبوي.

ده زياته کړه: "د ډيرې لوږې او سختۍ سره سره به بيا هم د هغه څه پر کرلو لاس پورې نه کړم، چې اسلام او شريعت منع کړي دي. څوک چې کوکنار کري، هغوى بايد پردې پوه شي، چې په دې کار سره د نورو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي، ځکه د نشه يي توکو عوايد د افغانستان د دښمنانو د مالي ملاتړ او د جګړې د دوام لامل کيږي."

د کرنيزو چارو يو کارپوه، نور ولي سپين غر وايي، کرنه نه يواځې د اقتصادي پياوړتيا اړين فکتور دى، بلکې د امنيت په ټينګښت کې هم اړين رول لوبوي.

نوموړى وايي: "کرنه خلکو ته کاري اسانتياوې او د دولت لپاره يوه ښه عايداتي سرچينه ده. د کار او ثابتو عوايدو په شتون کې ترهګر نه شي کولى د بې روزګارو کسانو په منځ کې نفوذ وکړي."

ښاغلي سپين غر د کرنې سکتور ته د دولت د ډيرې پاملرنې څخه مننه وکړه او ويې ويل: "په وروستيو کې د اوبو رسونې کانالونو په جوړېدو، د اصلاح شويو تخمونو په وېشلو، د کروندګرو په روزلو او د نباتي ناروغيو او د حل لارو چارو په اړه يې د خلکو د پوهاوي کچې لوړوالي د کرنيزو توکو حاصلات دوه برابره کړي دي."