21
الأحد, تموز

د نادعلي کروندګر د خپلو ځمکو له حاصلاتو خوښ دي

کرهنه
Typography

د هلمند ولايت ښه هوا د بېلابېلو کرنيزو محصولاتو د کښت لپاره مناسبه ده، له همدې امله کروندګر د کال په اوږدو کې د خپلو کرنيزو محصولاتو په راټولولو بوخت وي. اوسمهال په هلمند کې د کال د دويم فصل د کرنيزو محصولاتو د ټولولو وخت دى، چې ډيرى يې جوار، مى، مومپلي، لوبيا او نور محصولات جوړوي، چې کروندګر يې د کال د دويم فصل په نيمايي کې ترلاسه کوي.

د نادعلي ولسوالۍ يو اوسېدونکى شفيع الله وايي، چې يو جريب ځمکه شاوخوا ٢٠٠ منه مومپلي توليدوي، چې له راټولولو وروسته يې په لښکرګاه ښار کې پلوري.

دى زياتوي، چې کرنيزو محصولاتو لپاره د ښه بازار نشتوالى ددې لامل شوى ترڅو دوى يې په اړه انديښمن وي، ځکه شاوخوا خلک يې هر کال داسې تخم ټاکي، چې ښه حاصل ورکړي.

د ناوې ولسوالۍ يو اوسېدونکى اغا نور، چې جوار يې د پلورلو لپاره ښار ته راوړي وايي، چې د دوى د سيمې خلک جوار، مى، لوبيا او ريحان کري او سږکال د خلکو د ځمکو حاصلات د قناعت وړ و.

ده وويل، چې ددغې ولسوالۍ خلک ترياک نه کري، ځکه اسلام نشه يي توکي حرام بللي.

په همدې حال کې د هلمند د والي وياند، عمر ځواک وايي، چې سږکال د خلکو کرنيز محصولات زيات شوي. دده په خبره، ولايتي اداره هڅه کوي ترڅو د کروندګرو کرنيزو توکو ته بازار پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه، چې له مرکزي حکومت سره يې په دې اړه خبرې کړي ترڅو د خلکو د ځمکو توليدات د پلورلو لپاره نورو ولايتونو ته ولېږدول شي.