17
الخميس, تشرين1

د پکتیا بزګرانو د شنو خونو جوړولو ته مخه کړې

کرهنه
Typography

د پکتیا ولایت بزګران وايي، چې په دغه ولايت کې د "شنو خونو" کښت د پراختيا په حال کې دى او له دې لارې دوی ښه حاصلات ترلاسته کړي دي. شنې خونې د لرګیو او المونيمو ستنې لري، چې پر پلاستيک پوښل شوي او هوا کشونه هم لري.

په دغو شنو خونو کې د سړې هوا په موسم کې کروندګر بېلابېل سابه کري، چې د پلاستيکي نلونو له لارې اوبه ورکول کېږي.

عبدالغفور روان په ګردېز ښار کې د بادرنګو، مرچو او روميانو دوې شنې خونې لري، چې په خپل شخصي لګښت یې جوړې کړې دي.

نوموړی وایي، چې تازه سبو ته د خلکو د ورځنۍ اړتيا له مخې د سبو د شنو خونو جوړولو فکر ورسره پیدا شو ترڅو له خلکو سره مرسته وکړي او ترڅنګ يې خپل اقتصاد هم پیاوړی کړي.

د روان په وينا، دا چې د شنو خونو له لارې ترلاسه شوي سابه تر نورو هغو ډير خوندور دي، له همدې امله سوداګر په خپله شنو خونو ته ورځي او محصولات يې تر اخيستلو وروسته بازار ته وړي.

عبدالغفور روان دغه راز وويل، چې د نورو کرنيزو حاصلاتو په پرتله د سبو له شنو خونو څو چنده زيات عايد ترلاسه کوي.

ده زياته کړه: "دغه دوې شنې خونې مې پر شپږ بسوې ځمکه جوړې کړې، چې د ورځې کابو ۳۰ منه حاصل ترې اخلم، خلکو ته مې ګټه رسېږی او خپل اقتصاد مې هم ورسره ښه شوی."
 
دغه بزګر له خپل کار څخه خوښ دی او وایي، چې شپږو نورو کسانو ته یې هم د کار کولو اسانتیا برابره کړې ده.