18
الخميس, تموز

هرات کې د زعفرانو د پروسس ستر مرکز پرانیستل شو

کرهنه
Typography

په هرات ولایت کې د زعفرانو د پروسس یو ستر مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دغه مرکز کې د زعفرانو د پروسس او بسته بندۍ سربیره، څه باندې ۷۰۰ کسانو، په تیره بیا ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د هرات د کرنې او اوبو لګولو ریاست چارواکي دغه مرکز د زعفرانو لپاره د بازارموندنې په برخه کې اغیزمن بولي.

د هرات د کرنې رییس عبدالصبور رحماني وايي، دغه مرکز د یاد ریاست د ملاتړ او تشویق په پایله کې رامنځته شوی او د زعفرانو د بسته بندۍ او پاکونې دستګاوې او ماشینونه به هم د یاد شرکت په واک کې ورکړي.

هغه میرمنې چې د زعفرانو د پروسس په دغه مرکز کې کار کوي وايي، چې دغه مرکز کروندګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ددوی په وینا، د زعفرانو ګُل له ولسوالیو څخه د دې شرکت په موټرو کې د پروسس مرکز ته رالېږدول کېږي.

د هرات زعفران ډیر ښه کیفیت لري او دامهال د هرات په ۱۲ ولسوالیو کې زعفران کرل کېږي.

داسې وړاندوینه شوې، چې سږکال به د هرات د زعفرانو د تولید کچه ۱۲ ټنو ته لوړه شي.