۳۰۰ کرهنیز پروژې به په کابل کې پلي شي

کرهنه
Typography

The Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock said on Saturday it would launch 300 agriculture development projects at a total cost of more than $15 million in Kabul.

دکرهنې مالدارې او ابو رسولو وزارت د شنبې په ورځ څرګند کړ چې یاد وزارت په پام کې لری ترڅو په کابل ښار کې د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت کابو ۳۰۰ کرهنیز پرمختیايی پروژې په لاره واچوي .

په دغو پروژو کې چې په پام کې ده د راتلونکي کال په ترځ کې پلي شي د خوراکي موادو خوندیتوب، مالداری ، دطبیعي سرچینو وده  او دابو رسولو سیسټم پراختیا ګډون لري.
محمد آصف رحیمی د هیواد د کرهنې مالداری او ابو رسولو وزیرپه یاد وزارت کې جوړه شوي غوڼدې ته ووییل چې دکرهنې وزارت به د کابل ولسوالیو باندی دکرهنی وسایل وویشی.
حشمت الله عنایت د کرهنې وزارت یو تن چارواګي وویل چې دغه توکي به دهرې ولسوالی دکرهنې ریاست ته ورکړل شي ترڅو دکوپراتیفونو غړو ته ورسره روزنه ورکړل شي.
هغه وړاندی زیاته کړه چې په دی پروژو کې د زرغون خونو رغاونه او دآزموینې لپاره د زعفرانو او سویا بین کرکیله هم ګډون لري .همدا راز ، د کویانو ایستل، دپاکو اوبو کانالونه، دنیالګیو روزنه او د حشراتواو دبوټو د ناروغیو په وړاندی دمبارزی کمپاین هم ګډون لري.
دښاغلي رحیمی په وینا د کرهنې مالداری او ابو رسولو وزارت د ۲۰۱۳ کال لپاره میلیونه ۱۰۰ پرمختیايی بودیجه لري چې د اړتیا په وخت کې د مالیی وزارت لخوا د زیاتوالی شتونتیا ېې هم شته .
۱۰ میلیونه ډالره د خړوب سیسټم پراختیا لپاره، ۸ میلیونه ډالره د سوړ خونو رغاونې لپاره او یو میلیون ډالره دکرهنیز ماشینری لپاره ځانګړي شویدي.
دکابل والي عبدالجبار تقوی په کابل کې د کرهنې ماشینري کیدلو غوښتنه وکړه. هغه ووییل: " ښه محصولات غوره مارکیت موندالای شي دا د هیواد د کرهنې پرمختګ په ګټه ده. "
عرفان الله عرفان دولسي جرګې یو تن غړی کرهنیزو محصولاتو او بزګرانو ته ستره ننګونه وباله.هغه له حکومت څخه وغوښتل ترڅو په دی ډګر کې کروندګرو سره مرسته وکړي.