22
الأحد, أيلول

په ننګرهار ولایت کې د دوو پروژو کار پيل شو

کرهنه
Typography

2 projects launched in Nangarhar

د ننګرهار په بهسودو او کامې ولسواليو کې د   چرګوړو او سړو خونو د دوو پروژو کار پيل شو.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو پروژو کار ، پرون دې ولايت ته د وزيرانو د راغلي پلاوي لخوا پيل شو.
په دې پلاوي کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ، د کرنې او اوبو لګولو وزير محمد اصف رحيمي، د کليو د پراختيا وزير ويس احمد برمک او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل  شامل دي.
شېرزي زياته کړه ،چې يادې پروژې د کارډيف د پروګرام دوه مهمې پروژې دي ، چې ديادو ولسواليو اوسېدونکو او کروندګرو ته به يې ګټه ورسېږي .
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير مقبل پژواک اژانس ته وويل ، چې د يادو پروژو په پلي  کولو کې څلور وزارتونه  مسووليت لري.
هغه زياته کړه : (( د کرنې برخه يې د کرنې په وزارت پورې تړلې ده، د انتقال برخه يې د کليو پراختيا وزارت پورې ، مالي برخه يې د ماليې وزارت سره ده او رهبري يې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت پر غاړه ده. ))
نوموړى وايي، چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به په دې ولايت کې د کوکنارو ښه بديل ثابت او د کروندګرو اقتصاد به ورسره ښه شي.
مقبل د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې دغه پروژې په هغو ولسواليو کې نه عملي کوي، په کومو کې چې کوکنار کرل شوي، وويل چې دا پروژه په هغو ولسواليو کې عملي کوو په کومو کې چې د کوکنارو د کښت کچه صفر شوې ده.
د کرنې او اوبو لګولو وزير محمد اصف رحيمي وويل ، چې د کارډيف پروژه د هېواد په درېيو ولايتونو ننګرهار،بلخ او بدخشان کې عملي کېږي.
هغه زياته کړه : ((دغه پروژه د ٥٦ميليونه ډالرو په ارزښت ده ، چې کروندګرو ته يې له کوکنارو ډېره ګټه ده. ))
رحيمي وايي، چې د يادې پروژې په عملي کېدو سره به د يادو ولسواليو د کروندګرو او مالدارو  ډېرې ستونزې هوارې شي .
د کليو او پراختيا وزير ويس احمد برمک ياده پروژه يوه ډېره اساسي او مثبت تغير راوړونکې پروژه ګڼي او وايي، چې په تطبيق کې به يې تر وروستي بريده هڅه کوي.
د هغه په وينا، دا پروګرام دوه برخې لري، چې يو يې توليدات او بل يې د مارکېټ پيدا کول دي .
نوموړى زياتوي ، چې په دغه پروژه کې د توليداتو انتقال برخه او د ابيارۍ برخه د دوى پرغاړه ده .
د ماليي وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وويل ، چې د يادې پروژې يوه موخه يې هم د بهرنيو توليداتو مخنيوى دى.
هغه زياته کړه : (( د غوښو او ترکاريو ګڼ شمېر توکي له بهر څخه راځي ، دا ډول پروژو سره موږ هڅه کوو، چې ددې توکو مخنيوى وکړو.))