په کابل کې د کرهنې مسلکي عالي لیسه پرانیستل شوه

کرهنه
Typography

kabul-city

دافغانستان د ښوونې او روزنی وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال په وړاندیز او د ښوونحی اوروزنی وزارت  دمشرتابه په تصویب سره د کابل ښار په قره باغ ولسوالی کې د کرهنې یو مسلکی عالي لیسه جوړه شوه.

په هغو مراسمو کې چې له همدی امله په یاد ولسوالی کې جوړه شوې وه د ښوونې او روزنی وزارت چارواګو سربیره د سیمې یو شمیر قومي مشرانو، ښوونکي او زده کوونکي هم برخه درلودل.
ددی مراسم ګډونوالو دیاد ښوونځي زده کوونکو او ښوونکو ته د مبارکې په ویلو سره ددی ښوونځي جوړیدل د ښوونې او روزنی دپرمختګ په لاره کې سترګام وبلل او له هغوي څخه ېې غوښتنه وکړه چې  خپلو زده کړو ته ډیره پاملرنه وکړی.