ښه کيفيت لرونکي شات

کرهنه
Typography

Sangi Mohammad’s honey is famous for its high quality, exemplifying how local economies can boost Afghanistan’s future.

په قران کريم کې د شاتو  په اړه راغلي چې شات صحي ، خوندور  او  شفا ورکوونکي خواړه دي.

بدخشان د شاتو د مچيو د روزنې لپاره يو غوره ځاى دى . د افغانستان د شمال ختيځو سيمو  اوبه او هوا د شاتو  د مچيو  د ساتلو لپاره غوره ځاى دى . بدخشان د ښه دوبي ، اورښتونو او  د  ډيرو ميوه لرونکو  ونو  د درلودو  له امله د شاتو  د توليد لپاره مناسب شرايط لري. همدارنګه د کارګرو مچيو لپاره د خوړو نه خلاصيدونکي زيرمې لري.
د بدخشان ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس انجينير محمد عالم  عالمي په دې ولايت کې د شاتو  د توليد او  همدارنګه خلکو  ته ددې محصول د ارزښت په اړه مثبت نظر  لري. عالمي د روان کال په ترڅ کې د بدخشان ولايت په بهارک، جرم، شهدا، وردج او تګاب ولسواليو کې د شاتو  په سلو کې د ديرش توليداتو  د زياتيدو خبر ورکوي.
نوموړي وويل : “ ښې اوبه او هوا او  د حاصل ورکوونکو ځمکو د شتون له امله په دې ولسواليو کې  د شاتو د مچيو روزنه او ساتل زيات شوي دي. سږ کال په دې ولايت کې د شاتو توليد ډير ښه دى، په ځانګړي ډول په شهدا ولسوالۍ کې چې د شاتو کيفيت يې ډير لوړ دى.”
خداى داد په شهدا ولسوالۍ کې د شاتو د مچيو  په ساتلو کې يو بريالى کس دى . دى او دده کورنۍ د شاتو  د توليد له لارې خپل د ژوند لګښتونه پوره کوي. نوموړي وويل : “ ما خپل کار د مچيو  په دوو صندوقو پيل کړ خو اوس د شاتو  د توليد څو  صندوقونه لرم چې غوره شات توليدوي. د مچيو ساتل يوه سپيڅلې دنده ده چې ما طبعيت ته نږدې ساتي څو صحي خوراکي توکي توليد کړم او هيڅ وخت د کوم بل کار فکر ونکړم. ”
د کيفيت لرونکو شاتو ډيرى برخې  د بدخشان سيمه ايزو بازارونو ته ليږدول کيږي او له دې چې د بزګرو لپاره د شاتو ارزښت ټيټ نشي ، دوى هڅه کوي د شاتو د صادرولو لپاره نوي بازارونه پيدا کړي. سنګي محمد په فيض آباد کې د شاتو د يوه پلورنځي خاوند دى . نوموړي وويل : “ زما په پلورنځي کې ډير ښه کيفيت لرونکي شات شته خو خلک نشي کولاى هغه واخلي او زه په دې اړه انديښمن يم.”
دده ملګرى سيد احمد آغا هم د ده له نظر سره هم فکره ده:  “ زموږ کيفيت لرونکي محصولات بايد له ولايت څخه  بهر نورو بازارونو  ته هم لاره پيدا کړي. موږ  ښه کيفيت لرونکي توليدات لرو چې کولاى شي په بازارونو کې ښه سيالي وکړي او باور لرو کله چې خلک زموږ شات وڅکي ، په يقين سره به زموږ خبره ومني.”