په کابل کې د کرهنیزو محصولاتو نندارتون

کرهنه
Typography

Exhibition of agro products held in Kabul

دکرهنې مالداری او ابو رسولو زارت د خصوصي سکتور د پراختیا څانګې چارواګي ووییل چې دیکشنبې په ورځ دلته په کابل کې د تولیدونکو د وړتیا لوړولو او بازارموندنې به خاطر د کرهنیزو محصولاتو یو نندارتون په لاره واچول شوه.

دکرهنې مالداری او ابو رسولو وزارت د خصوصي سکتور دپراختیا څانګې مشر وویل چې په دی نندارتون کې کابو ۱۷ شرکتونه خپل ۸۰ ډوله کرهنیز تولیدات بهرني او کورني مینه والو ته وړاندی کړل.
عبدالقیوم بسام پژواک خبري آژانس ته ووییل چې دغه نندارتون د یاد وزارت په نوښت او د متحده ایالاتو نړیوال پرمختیايی ادارې په مالي ننګه په لاره اچول شویدی.
دنوموړي په وینا له دی نندارتون څخه موخه په نړیواله کچه د بازار موندنې او دصادراتو زیاتوالی په ګوته شویدی .
هغه ووییل چې دغه محصولات پروسس ته اړتیا لری. نوموړي له افغانانو وغوښتل ترڅو له کورني محصولاتو کار واخلی.
په افغانستان کې د پانګه اچونې څخه دملاتړي ادارې مشر وفی الله افتخاري له حکومت څخه د سوداګرو د ستونزو دهوارو غوښتنه وکړه ترڅو بهرني او کورني سوداګر پانګه اچونې ته وهڅول شي.