امنيت پرمختګ راولي

کرهنه
Typography

agri-instituteپه دې وروستيو په کندهار ولايت کې د کرنې يو نوى انسټيتوت چې د ١٢٠٠ ښځينه او نارينه محصلينو د ځايدو وړتيا لري پرانېستل شو.

ددې نوي انستيتيوت په ودانۍ کې ٣٦ درسي خونې، اداري دفترونه، د هلکانو او نجونو لپاره ليليه ، د ډوډۍ خوړلو ځاى، د تخنيکي او عملي ورکشاپونه مرکز، څو سپورتي ډګرونه او يو جومات موجود دي.

د کندهار د والي مرستيال عبدالقديم پتيال وويل:" تر هغه وخته چې د کرنې پوهنتون جوړيږي محصلين به په دې انسټيتوت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

د کليو د پراختيا او بياودانولو وزير ويس برمک وويل: "اوس په دې ولايت کې امنيت ښه شويدى او دا انستيتوت به په دې سيمه کې د پراختيايي پروژو د پلې کيدو لپاره زمينه برابره کړي."