دعصري کرکیلې تجربوي ښوونیز کرونده

کرهنه
Typography

Learning land preparation

کاپیسا ولایت کې د البیروني په پوهنتون کې بی ساری تمرینونه روانی دي. یوه بیلګه اییز کروندې جوړه  شوی چې په ترځ کې ېې د البیروني پوهنتون د کرهنې پوهنځي کابو ۱۷۰ تنه محصلین د عصري کرکیلې تخنیکونو په برخې کې روزل کیږي.

دا شمال ، ختیځ او لویدیځ لپاره دمتحده ایالاتو نړیوال پرمختیايي ادارې ځای ناسته اقتصادي نوښتګر خپرونې یوه برخه ده چې دمحصلینو د پوهې او تجربو د نوي کولو په موخه دافغانستان په ډیري پوهنتونو کې په لاره اچول شویدي.
دغه روزنی په ځانګړي توګه دا ډول محصلینو ته چې د زده کړې موده ېې پای ته نږدی شوی وي ډیره اړینه ده.
دغه محصلین به له فراغت وروسته په بیلابیلو ولایتونو کې دحکومت په کرهنیزو ادارو کې دندې ولري او دکرونګرو د روزنی چارې پرغاړه ولري.
له همدی کبله هغوي ته مهمه ده چې کرهنې ته د ځمکې چمتوکولو همدارنګه دیوې او کرهنې په تخنیکونو وپوهیږي.
شریف الله دیاد پوهنتون د زراعت د پوهنځي د دریم کال محصل دغه روزنی ارزښتناکې بولي. هغه زیاتوي:"په دی روزنو کې هغوي داغیزمن خړوب  او د لږ تخم شیندلو په اړه مالومات ترلاسه  کړل. هغوي موږ ته وښودل چې د بوټو دناروغیو نویو تخنیکونو په کارولو سره حاصلات نور هم زیاتیدالای شي. "
ګردیز یو بل تن محصل چې وروستي کال ېې دی خواشینې څرګند کړ چې وی نشو کوالای د زده کړی په موده کې دا ډول روزنی ترلاسه کړي.
دالبیروني پوهنتون د کرهنې  پوهنځی مشر فضل الربی آریا وايی چې دا لومړي ځل ده چې ددی پوهنځي محصلین د کرهنې نوي تخنیکونو په اړه مالومات ترلاسه کوي.
همداسې د عملي کړنو لپاره یوه ټوټه ځمکه د جلال آباد په پوهنتون کې هم جوړه شي .
دمتحده ایالاتو نړیوال پرمختیايی یاده خپرونه هڅه کوي ترڅو کابل پوهنتون او دواړو یادو پوهنتونونو ته درسي کتابونه او د لابراتوار وسایل هم برابر کړي.