له افغاني قره قُل څخه ستاینه

کرهنه
Typography

A livestock extension class in progress in Balkh province

کله چې دنجیبی کورنی هغې ته  د مالدارې په برخې کې  برابر شويو روزنو کې د ګډون اجازه ورکوله دومره خوشحاله نه بریښیدل.

دغه ۱۹ کلنه نجلې ددی روزنو په رڼا کې خپل پلار سره د قره قُل ډوله وریو په روزلو کې چې ځینې خولې ،او نور ارزښتناک جامې جوړیږي مرسته کوي. خو افغاني قره قُل په نړیوالو مارکیټونو کې دومره هم  ښه ځای نلري، خو نجیبه او پلار ېې هڅه کوي ترڅو دهمدی صنعت له لارې خپل نهه کسیزه کورنې څخه مالي ملاتړ وکړي.
روزنې ټول دغه موضوعاتو ته بدلون ورکړ. دغه روزنې په ځانګړي توګه هغو ښځو ته چې د قره قُل په صنعت کې بوختې دي دمتحده ایالاتو نړیوال پرمختیايي ادارې شمال ، ختیځ او لویدیځو ولایتونو لپاره د اقتصادي بدیل خپرونې له لارې برابره شویده.
دغه روزنیز پړاو په نړیوالو مارکیټونو کې دافغاني قره قُل د ارزښت دلوړولو په لاره کې د روانو هڅو یوه برخه ده. له سیمې څخه اخیستل شوي کیسې همدارنګه په دی ډګر کې سلا مشورې او وړاندیزونه دنجیبې پلار هم دی ته وهڅاوه ترڅو په دی روزنو کې برخه واخلي.
پدي روزنیز پړاو کې ګډون هغه پریکړه وه چې هغه به هیځکله هم ځینې پښیمانه نشي.
ددی روزنیز پړاو هره برخه ځانګړي موضوعاتو ته ټاکل شوي وو. په دی سبقونو کې دمالونو له سرپټونې نیولی بیا دقره قُل د وریو ساتلو او د پوستکو ترپروسس پورې ډیر موضوعات ترپوښښ لاندی راغلي وو. دزده کړې پرمهال ګډونوالو ته د پوستکو د وچولو تخنیکونه چې دا مهال په نمبیا کې د لوړ کیفیت لرونکي قره قُل د تولید په خاطر کارول کیږی اړوند زده کړې وړاندی شول. په نمبیايي چارچل کې دپوستکو د وچولو پخاطر له اوسپنیز چوکاټ او کرباس څخه چې په افغانستان کې  لمرته  د وچولو پخاطر داچولو سره ډیر توپیر لري کار اخیستل کیږي. 
نجیبه کله چی بلخ ولایت کې خپلې کلي ته ستنه شوه نو ټول هغه زده کړې ېې چې ترلاسه کړي وو دخپلې کورنې په مخ کې چې په سلګونه رمې لري په عملي توګه ترسره کړه. پایلې ېې د پام وړ و. هغه پوستکي چې دنمبیايي تخنیک په کارولو سره وچ شوي وو په ۳۶ ډالره وپلورل شول، دا پداسې حال کې ده چې په افغاني دودیز تګلاره وچ شوي پوستکي یوازی په ۲۲ ډالره پلورل کیدل.
نجیبه یو له هغو ۱۷۰۰ تنو بزګرانو څخه دی چې په فاریاب ، جوزجان اوبلخ ولایتونو کې د نمبیايي تخنیک په کارولو سره د قره قُل دپوستکي د وچولو په برخې کې روزل شویدي.،
هغوي ددی روزنو په پای کې یوه کرباس هم د وسپنیز چوکاټونو د پوښولو پخاطر ترلاسه کړل.