څارويو ته د بروسلوز ناروغۍ ضد واکسين پيل شو

کرهنه
Typography

vaccinationد "بروسلوز" پر وړاندې د مبارزې په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري څارويو ته د واکسين کمپاين پيل شو.



د واکسين د ياد کمپاين د پيل په لومړۍ ورځ د کرنې وزير محمداصف رحيمي په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د يوې مياشتې په موده کې به د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ٢،٦ميليونه څارويو ته د بروسلوز واکسين وشي.
هغه وايي، چې د دې ناورغۍ روښانه نښې شديده تبه، کم خوراک او په څارويو کې د جنين سقط دي.
هغه زياته کړه: "دغه ناروغي په څارويو کې وي، خو انسان چې کله نيمه جوش شوې شيدې او يا هم اومه غوښه وخوري نو په دې ناورغې اخته کېږي."
وزير وايي، چې د بروسلوز ناورغۍ له ډېرې مودې راپه دېخوا مالداران له ستونزو سره مخ کړي.
هغه زياته کړه، چې د کرنې وزارت د سروې له مخې چې په ياده ناروغۍ د اخته څارويو شمېر د هېواد په بېلابېلو سيمو کې توپير لري.
د ياد وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، چې په ١٣٨٩کال کې ٣٠١٥ تنه د بروسلوز په ناورغۍ اخته شوي او وايي چې دا ناروغي د انسانانو لپاره وژونکې نه ده.
د سرچيني په وينا، د کرنې وزارت له لوري تر اوسه داسې کومه سروې نه ده شوې، چې له مخې يې معلومه شي، چې په هېواد کې د کال څومره څاروي له دې ناروغۍ مري.
د کرني وزير رحيمي زياته کړه، د دغه کمپاين لګښت، چې ١،٥ميليونه امريکايي ډالره دى، د نړيوال بانک او د ياد وزارت له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې تر راتلونکو شپږو کلونو کې به هر کال د يوې مياشتې لپاره د بروسلوز واکسين په ټول هېواد کې د دولتي حيواني کلينيکونو او ګرځنډه ټيمونو له خوا څارويو تطبيق کېږي.
وزير وويل: "موږ غواړو چې په ياده موده کې يا دغه ناروغي صفر او يا يې هم ټيټې کچې ته ورسوو."
د کرنې وزير له خلکو غوښتنه وکړه، چې خپل څاروي د "بروسلوز" ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه نږدې کلينيکونو او يا هم ګرځنډه ټيمونو ته د واکسين لپاره بوځي.
دغه کمپاين نن د لومړي ځل لپاره د کابل په پغمان ولسوالۍ کې پيل شو خو وزير وويل، چې سر له سبا به په ټول هېواد کې پيل شي.
د پغمان يوه اوسېدونکي ذبيح الله، چې خپل پسونه او غواګانې يې د واکسين لپاره راوستلي وو پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ ډېر زيات خوشاله يو، چې دغه واکسين پيل شو، دغه ناروغي موږ د لېونۍ تبې په نوم يادو.))
ذبيح الله وايي، چې څو ځلې يې د لېونۍ تبې  "بروسلوز" ناروغۍ له امله څاروي له منځه تللي دي.