له کندهار څخه د څه باندې ٨ سوه زره ډالرو په ارزښت انګور صادر شوي

کرهنه
Typography

grapes

د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، که څه هم سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات ښه نه وو، خو بيا هم له دغه ولايت څخه بهر ته ٥٥٨٧ ټنه انګور صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې سږ کال د درېيو ستونزو له امله د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د انګورو حاصلات سخت زيانمن شول.
هغه زياته کړه، په پيل کې بارانونه او ږليو انګورو ته زيان واړاوه، وروسته يې شوته وکړه او تر هغه وروسته ورته د سپېرغوږي(خاکسترک) ناروغي ولګېدله.
د نوموړي وايي ، چې د دغو افاتو له امله د انګورو ډېر باغونه د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې زيانمن شول، خو بيا هم د پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو د انګورو باغونه تر يوه بريده خوندي پاتې شول.
دى وايي، که څه هم د انګورو   حاصلات په خلاصېدو دي، خو بيا هم هره ورځ له ٦ تر ٨ موټرونه په انګورو بارېږي او پاکستان ته وړل کېږي.
زهير وويل: ((تر نن ورځې پورې له کندهار څخه ٥٥٨٧ ټنه انګور صادر شوي، چې مجموعي بيه يې ٨ لکه ٤٠ زره او ٤١٠ امريکايي ډالر کېږي.))
د نوموړي په وينا، په تېر کې د کندهار انګور د پاکستان تر څنګ هندوستان او متحده عربي اماراتو ته هم لېږدول کېدل، خو دا چې سږ کال يې د ناروغيو د لګېدو له امله کيفيت ښه نه و، يواځې پاکستان ته صادر شول.
هغه دغه راز د انارو د حاصلاتو د رسېدو خبر ورکړ، خو ويې ويل، چې د انګورو په څېر سږ کال د انارو حاصلات هم د تېر کال په پرتله کم دي.
دى وايي، زړو ونو ډېر کم انار کړي، خو د نويو ونو انار نسبتاً زيات دي.
هغه زياته کړه، تر دې مهاله د ٣  سوه زره  امريکايي ډالرو په ارزښت ٢ زره ټنه انار پاکستان ته صادر شوي، خو وروسته به هندوستان او دوبۍ، جرمني او جاپان هېوادونو ته هم صادر شي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رئيس د مېوو د حاصلاتو او صادراتو د کمېدو په برخه کې حکومت ګرم وباله او ويې ويل، چې د هغوى نه پاملرنې له امله باغ لرونکي او سوداګر دواړه له ستونزو سره مخ دي.
دى وايي، دا د کرنې وزارت دنده ده، چې د ناروغيو او افاتو پر مهال له کروندګرو سره مرستې وکړي او اړوند درمل ورکړي، خو نه يواځې چې هغوى مرسته نه ده کړې، بلکې کندهار ته بې کيفيته زراعتي درمل او کود راوادېږي، چې دغه اداره يې په مخنيوي کې پاتې راغلې ده.
د ده په خبره، دغه راز د افغانستان حکومت تر اوسه نه دى توانېدلى مېوو ته نړيوال بازار پيدا کړي، تر څو باغ لرونکي او سوداګر ډېره ګټه تر لاسه کړي او ورسره ټوليز اقتصادي حالت په پښو ودرېږي.
هغه وويل: ((موږ کارګو الوتکې نه لرو، چې خپلې مېوې بهر ته ولېږدوو، خو پاکستان دغه اسانتيا لري، ځکه زموږ مېوې په خپل نو بهر ته لېږي، آن هندوستان هم دا کار کوي، هغوى زموږ کشمش، انځر، ابجوشې، کشته او نوره مېوه په خپل نوم بهر ته صادروي.))
هغه د مېوو د پېکينګ په اړه وويل، چې د هېواد په کچه د کارټن جوړولو ١٨ فابريکې شته، خو بيا هم کارټنونه له پاکستان څخه راځي، چې پر يوه خوا يې د پاکستان او پر بله خوا يې د افغانستان بيرغونه چاپ شوي او پرې ليکل شوي وي: ((ميوه پاکستان)).
دى وايي، ډېره مېوه په همدغو کارتنونو کې دغه هېواد ته وړل کېږي او خلک فکر کوي، چې دا د پاکستان مېوه ده، نه د افغانستان.
نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د دې کار مخه ونيسي.
د کندهار د بېلابېلو ولسواليو د انګورو باغ لرونکي هم وايي، چې سږ کال يې هم انګورو شوته وکړه او هم د خاکسترک په نوم ناروغي پرې ولګېدله، چې د هغوى د کال خواري يې ضايع کړه.
د ډنډ ولسوالۍ يوه باغ لرونکي جلال الدين پژواک اژانس ته وويل، سږ کال تر بل هر کال د انګورو حاصلات خراب شول، په پيل کې ږليو او بارانونه زيانمن کړل، خو وروسته شوتې او سپېرغوږي ناروغۍ انګور له کاره وويستل او ټول په تاکانو کې خراب شول.
هغه زياته کړه: ((زه دوولس سوه تاکه د انګورو باغ لرم، باور وکړئ، ټول انګور مې خراب شول، ټول کال مو د باغ حاصلاتو ته سترګې نيولې وې، خو مرضونو له کاره وويستل.))
دغه باغ لرونکي ګيله وکړه، چې د کرنې رياست ورسره هيڅ راز مرسته نه ده کړې.
د پنجوايي ولسوالۍ يوه باغ لرونکي خان محمد بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال د پنجوايي ولسوالۍ د انګورو باغونه هم تر يوه حده زيانمن شول.
ده وويل، له يوې خوا مرضونو انګور خراب کړل، له بلې خوا د دغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د ماينونو او جګړو له امله خلک زيانمن شول، ځکه له وېرې خپلو باغونو ته نږدې کېداى نه شواى.
د نوموړي په وينا، سږ کال د ټولو باغ لرونکو حاصلات لږ شوي، چې له امله يې هغوى ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د کندهار د کرنې رياست مسوولين مني، چې سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې کموالى راغلى، خو وايي ، چې اوسنيو شرايطو ته په پام   له کروندګرو سره د مرستې امکانات نه لري.
د دغه رياست د ترويج مديريت مرستيال شاه محمد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه رياست هومره امکانات او اسانتياوې نه لري، چې لرې پرتو ولسواليو ته لاړ شي او د ناروغيو د مخنيوي په موخه پر باغونو درمل وپاشي.
د يادونې  ده، چې په تېر کې هم د کندهار د انګورو حاصلات ښه وو او هم په ډېره اندازه بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي.