دزعفرانو د کرکیلې کنفرانس

کرهنه
Typography

saffron

په هرات ولایت کې ددوشنبې په ورځ  د زعفرانو دکرکیلې، سوداګری او له ګاوڼډي هیوادونو څخه په دی ډګر کې دماهرانو دهڅونې په موخه دری ورځینې کنفرانس په لاره واچول شو.

په دی اړه د کرهنې او مالداری وزارت مرستیال میر امان الدین حیدری هم خبرې وکړی او هغو سیمو په اړه ېې رڼا واچوله چې د زعفرانو کرکیلې لپاره غوره چاپیریال ګڼل کیږي.نوموړي همدارنګه یادو توکیو ته د بازار موندنې په اړه هم خبرې وکړي.
دکرهنې مالداری او ابو رسولو وزارت سره سم دا مهال د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې زعفران کرل کیږي او ددی ولایتونو پر۷۰۰ تنو بزګرانو د یاد بوټې تخمونه ټیټ بیې سره پلورل شویدي.
پلان سره سم په پام کې ده چې ۱۵۰ ټنه دزعفرانو تخم په راتلونکي کال کې پر بزګرانو وویشل شي.
نوموړي ووییل چې زعفران د کوکنارو غوره ځای ناستې ده ، نوموړي هیله څرګند کړ چې په راتلونکو لسو کلونو کې به پر ۱۰۰۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار وکرل شي.
دکرهنې په چارو کې کارپوهان وايي چې دا مهال دهیواد په ۷۸۵ هکټاره ځمکه زعفران کرل کیږي چې یوازی ۷۰۰ هکټاره ېې په هرات ولایت کې ترسره کیږي.
په ۲۰۱۲ کال کې د هیواد په کچه د زعفرانو حاصلات دری ټنو ته رسیدلی وو ، خو سږ کال هیله کیږي چې څلور ټنو ته ورسیږي.
دزعفرانو له ګل څخه مساله او دارو جوړیږي. په نړیواله کچه د زعفرانو دپوټې غوښتونکي مخ په زیاتیدو دی . دکرهنې کاربوهان وايی چې زعفران داسې بوټې دی چې لږ اوبو ته اړتیا لري.
دهرات والی ښاغلي فضل الله وحیدي وايي چې دغه بوټې د کوکنارو غوره ځای ناسته ده.
نوموړي ژمنه وکړه چې ددی پوټې دکرکیلې او سوداګرې چارې به نور هم وهڅوي. حاجی اکبر یو تن بزګر وايي چې د زعفرانو ګټه دکوکنارو په پرتله زیات دی . نوموړي له چارواګو وغوښتل ترڅو بزګرنو سره ددی پوټې په کرکیلې کې مرسته وکړي.
یو کیلوګرام زعفران په آزادو بازارونو کې په سل زره افغانی پلورل کیږي، دا پداسې حال کې ده چې پخوا به په ۶۵۰۰۰ افغان پلورل کیدل.

دهرات ولایت ذ کرهنې مالداری او ابو رسولو ریاست مشر انجنیر فقیر احمد بیانګر وویل چې په دی کنفرانس کې دزعفرانو د کرکیلې په ډګر کې کارپوهانو او د پوهنتون استاذانو په ګډون ۲۵۰ تنه ګډون درلودل.