کرنيز پورونه - سوکاله راتلونکې ته ژمن

کرهنه
Typography

farmer-son

فغانستان داسې يو هيواد دى چې په سلو کې اتيا وګړي يې په کرنه او د څارويو په ساتلو بوخت دي.

له همدې امله  ملي او نړيوال بنسټونه د کرنې، اوبو لګولو او مالداۍ ‏وزارت سره يوځاى کارکوي څو  د کرنې په وړاندي پرتې ستونزي لري او دې سکټور ته وده ورکړي.  ‏
له دې موسسو څخه يوه د کرنيزې  پراختيا موسسه ( اې ، دي، اف ) ده چې  د کرنې ، ‏اوبو لګولو او مالدارۍ   وزارت له  نوښتونو څخه ګڼل کېږي چې اړو کروندګرو ته ‏پانګه او کرنيز پورونه چمتو کوي. ‏
د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزير
محمد آصف ر حيمي وويل :‏‎”‎‏ هغه کرنيز  پورونه چې د  اې،ډي اف   موسسې له خوا ورکول کېږي  پر سيمه ايزو خلکو  ‏ډېره اغېزه  کوي او د افغان  کروندګرو له ځواک او ښيرازولو کولو کې مرسته کوي.” ‏
همداشان د متحدو ايالاتو پراختيايي ادارې په دې وروستيو کې له کرنې وزارت سره د وجهي صندوق د جوړيدو او د کروندګرو د فعاليتونو د پراختيا په موخه سل ‏ميليونه ډالره مرسته وکړه څو په زرګونه افغان  کروندګر د خپلو توليداتو ښه والي ته پام وکړي. ‏
د ( اې، ډي،اف) بنسټ د پورونو د سمون د څانګې مشرخالد سروري وويل :‏‎”‎‏ دا ‏يو ښه نوښت دى، ځکه کروندګر، او کرنېز شرکتونه د خپلو  محصولاتو د زياتوالي لپاره ‏کرنيزو پورونوته اړتيا لري.”‎‏ ‏
سروري همدا شان زياته کړه :‏‎”‎د هغو پورونو کچه چې  کرنيزو کوپراتيفونو، ‏کرنيزو ټولنو او شرکتونو ته په پام کې نيول شوې ده سل زره دالره ده.   ‏تراوسه  ١٩٣ کروندګرو ته٨٠ ميليونه ډالره  په پام کې نيول شوي دي.  د عادې پورونو تر څنګ اسلامي پورونه هم په پام کې نيول شوي  او تر اوسه په سلو کې اتيا غوښتونکو اسلامي پورونه ترلاسه کړي دي.‏‎“‎
د باميانو ولايت  کروندګر د کرنيزو  پورونو د ترلاسه کيدو په برخه کې د يوې ښې بيلګې په توګه يادولاى شو.
 سږ کال ددې ولايت ١٢٨٠ کروندګرو  د ٤٤ کرنيزو کوپراتيفونو له لارې له ( ‏اې، ډي ، اف )   موسسې څخه پورترلاسه کړي دي. ‏
د (اې، ډي ، اف) موسسې په   ١٣٨٠ کال کې د کرنې،  اوبو لګولو او مالداري ‏وزارت په نږدې مرسته په باميانو   ولايت کې خپل کار پيل کړ.  پورونو ته ډيره غوښتنه او د کروندګرو ليوالتيا ددې لامل شوه چې دا موسسه د ١٣٩٢ کال په چنګاښ مياشت کې په دې ولايت کې خپل سيمه ايز
دفتر پرانيزي. 
د باميانو پخوانۍ والي حبيبې سرابې
وويل:‏‎“ خلکو اوس په دوديزه توګه له کرکيلې   لاس اخيستى او د کرنې پرمختللو لارو چارو ته يې مخه کړېده. پټاټې د ‏باميانو  ولايت  ستر کرنيز محصول شميرل کيږي. خو  خراب سړکونه او  د ساتلو لپاره د آسانتياوو  نشتوالى،ددې لامل شوى چې  کروندګرو  نه شي کړاى  خپل محصولات په ‏ښه بيه وپلوري.
اوس د پورور د کولو له امله له اې،ډي اف  موسسې څخه مننه کوم ‏ځکه ددې پورونو څخه په ګټه اخيستو د پټاټو لپاره ١٠٠٠ سړې خونې جوړې ‏شوي  او ډېر واټونه هم جوړ شوي دي. ‏‎”